‏اسماعیل بقایي: د ایران پر وړاندې نوي بندیزونه د امریکا د قانون ماتوونې او دوکې ثبوت دی

‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا هغه اقدام وغانده، چې له مخې یې د ایران د تېلو وزیر او سوداګریزو شرکتونو په ګډون پر یو شمېر اشخاصو بندیزونه لګولي. هعه ویلي، چې د ایران پر وړاندې نوي بندیزونه د امریکا د قانون ماتوونې او دوکې ثبوت دی.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې د پزشکیان حکومت د نفتو پر وزیر محسن پاک‌نژاد چې د ایران اسلامي جمهوریت د سپاه‌پاسداران په ګډون د وسله‌والو ډلو د نفتي سرچینو پر میلیاردونو ډالرو د څارنې مسوولیت لري؛ بندیز لګولی دی.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپل بیان کې ویلي، نوي بندیزونه کولای شي چین ته د ایران د نفتي توکو صادرات چې دغه هېواد پرې ډېره تکیه کوي؛ صفر ته ورسوي.
خو د دغو بندیزونو په ځواب کې بیا اسماعیل بقایي ویلي، چې د ایران پر وړاندې د دغو بندیزونو لګول د امریکا له‌خوا د مذاکراتو دروغجنو ادعاوو څرګند ثبوت او د ایران د خلکو د پرمختګ او هوساینې سره د دوی د دښمنۍ یوه بله بېلګه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي له حوالې لیکلي، د خپلواکو هېوادونو پر وړاندې د بندیزونو لګول او فشار په پالیسۍ کې د امریکا چلند په نړۍواله کچه د قانون د حاکمیت څخه سرغړونه او د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی.
هغه ټینګار کړی:« د امریکا ناوړه اقدامات چې له نورو هېوادونو سره د ایران د اقتصادي او سوداګریزو تبادلو د ګډوډولو لپاره دي؛ د نړۍوالو قوانینو او ازاده سوداګرۍ د بنسټیزو اصولو او مقرراتو ښکاره سرغړونه ده او ایران د دغه ډول یو اړخیزو او ناقانونه اقداماتو د پایلو مسوول د امریکا حکومت ګڼي.»