د ټرمپ او روټه لیدنه؛ امریکا غواړي ګرینلېنډ لاسته راوړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره په لیدنه کې یو وار بیا له متحده‌ایالاتو سره د ګرینلېنډ پر یوځای‌کېدو ټینګار کړی او ویلي دي چې دا اقدام د نړۍوال امنیت د پیاوړتیا لپاره اړین دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۱۳مه) له متحده‌ایالاتو سره د ګرینلېنډ د یوځای‌کېدو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «فکر کوم دا پېښه به رامنځته شي.»

ورته‌مهال مارک روټه د ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې زیاته کړې چې نه غواړي ناټو په دغه بحث کې ښکېل کړي.

پر امریکا د ټرمپ له واکمنېدو سره نوموړي له متحده‌ایالاتو سره د ګرینلېنډ یوځای‌کېدل خپله یوه مهمه موضوع ګرځولې ده.

ټرمپ د خپلې واکمنۍ د دویمې دورې له پیل څخه مخکې ویلي و چې نوموړی هیله‌من دی څو ګرینلېنډ د متحده‌ایالاتو یوه برخه شي، ان که ډنمارک ووايي چې دغه ټاپو د پلور لپاره نه ده.

ګرینلېنډ چې د ستراتیژیکي موقعیت له پلوه غني معدني سرچینې لري او د ډنمارک خاورې یوه برخه ده، د امریکا د اوسني ولسمشر پام یې ځانته اړولی دی.

امریکا له ډنمارک سره په ۱۹۵۱ زېږدیز کال کې د یوې هوکړې له مخې په ګرینلېنډ کې خپلې پوځي اډې جوړې کړې او هلته یې خپل ځواکونه دېره کړي دي.

ټرمپ په ګرینلېنډ کې د امریکايي ځواکونو اډو ته په اشارې ویلي چې ښايي د دغو اډو د پیاوړتیا لپاره دغې سیمې ته نور ځواکونه هم واستوي.

د امریکا ولسمشر نوې څرګندونې دا په ګوته کوي چې نوموړی د یادې ستراتیژیکې ټاپو د نیولو په هڅه کې ناټو ښکېلوي.

ټرمپ له مارک روټه سره په دې لیدنه کې ویلي دي: «موږ له ډنمارک او ګرینلېنډ سره خبرې کوو او موږ باید دا کار وکړو. موږ د نړۍوال امنیت لپاره دغې سیمې ته واقعاً اړتیا لرو. زه فکر کوم چې له همدې امله ناټو باید په یو ډول ښکیل شي.»

خو روټه ټرمپ ته په ځواب کې ویلي چې د ګرینلېنډ د راتلونکي موضوع به نورو ته پرېږدي او زیاتوي: «زه نه غواړم چې ناټو په دې بحث کې ښکېل کړم.»

دې سره جوخت د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې د ګرینلېنډ لومړي وزیر موټ اګوده ویلي: «د متحده‌ایالاتو ولسمشر یو وار بیا زموږ د خاورې د یوځای‌کېدو مفکوره مطرح کړې ده. دا خبره باید ودرول شي.»

په داسې حال کې چې اکثریت ګریلېنډیان له ډنمارک څخه د جلاکېدو ملاتړکوونکي دي، خو نظرپوښتنې ښيي چې هغوی له متحده‌ایالاتو سره د یوځای‌کېدو مخالفت کوي.