بلوڅ بېلتون‌غوښتونکي: ټول ۲۱۴ پاکستاني پوځيان ووژل شول

د پاکستان پر جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د پاکستاني پوځ له عملیاتو درې ورځې وروسته، بلوڅ بېلون‌غوښتونکي (بي‌اېل‌ای) وايي، د دغه هېواد ټول ۲۱۴ پوځیان چې د هغوی د وروستیو عملیاتو پرمهال نیول شوي وو، ووژل شول.

د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو ویاند جنید بلوڅ د جمعې په ورځ (مارچ ۱۴مه) په یوه بیان کې زیاته کړې چې پاکستاني پوځ ته یې ۴۸ ساعته وخت ورکړی و څو د دغو پوځیانو د خوشې‌کېدو لپاره د بندیانو پر تبادلې ورسره خبرې وکړي، خو په وینا یې مقابل لوري دا غوښتنه رد کړې ده.

جنید په خپل بیان کې د پاکستان پر حکومت تورنه لګولي چې د خپلو پوځیانو د ژوند ژغورنې پر ځای یې هغوی د جګړې د قربانیانو په توګه کارولي او د بندیانو د تبادلې پر سر یې له مذاکراتو څخه ډډه کړې ده.

د نوموړي په وینا، د پاکستان پوځ نه یوازې له دې فرصت څخه ګټه نه‌ده پورته کړې، بلکې د خپلو ځپونکو سیاستونو په دوام او د واقعیتونو پر وړاندې د بې‌پروایۍ له امله یې دغه شمېر پوځیان له لاسه ورکړي دي.

په بیان کې راغلي چې په بولان سیمه کې د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو ځواکونو له‌خوا عملیات د دې لپاره پلان شوي وو چې پاکستاني پوځیان ونیسي. د بیان پر بنسټ، بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو په پیل کې یو شمېر یرغمل شوي پاکستاني پوځیان د جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي په ځانګړو خونو کې ساتلي، خو نور یرغمل شوي کسان یې خوندي سیمو ته لېږدولي وو.

هغه همداراز ادعا کړې چې د یرغمل‌شویو کسانو د ژغورنې لپاره د پاکستاني پوځ ځانګړو ځواکونه (اېس‌اېس‌جي) سیمې ته په ورتګ سره د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو له‌خوا محاصره شوي او درنه مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

جنید ټینګار کړی چې تل یې د جګړې له اصولو او نړۍوالو قوانینو سره سم اقدام کړی، خو زیاتوي چې پاکستان د ډېپلوماټیکې لارې او چلند پر ځای پوځي اقداماتو ته مخه کړې چې په پایله یې د دغه پوځ ۲۱۴ پوځیان وژل شوي دي.

جنید همداراز د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو د ۱۲ وسله‌والو وژل کېدل هم منلي او ټینګار یې کړی چې د پاکستاني پوځ پر وړاندې به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ ویاند نن (جمعه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې پر جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډې د بلوڅ‌ بېلتون‌غوښتونکو د برید په پایله کې۲۳ پوځیان، پنځه سپرلۍ او درې د پټلۍ کارکوونکي وژل شوي دي.