د پنټاګان پخوانی سلاکار:طالبانو د پاکستان پر ګټو سترګې پټې کړي او هند سره غلې اړیکې پراخوي

د امریکا د دفاع وزارت پخوانی سلاکار ډیریک ګروسمن باور لري که هند له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې نه کړي؛ نو دغه ډله به له ډیلي سره د «لشکر طیبه» په څېر پاکستان پلوه ترهګرو ډلو د مخنېوي لپاره مرسته ونکړي.

ګروسمن ليکلي، د هند له‌خوا له طالبانو سره محتاطانه نږدې والی منطقي دی؛ خو دا معنا نه لري چې خامخا به بریالی وي.

هغه د پنجشنبې په ورځ د «نکي اېشیا» ورځپاڼې ته په یوې مقاله کې لیکلي، چين او پاکستان چې د هند اصلي سيمه‌‌ييز سيالان دي؛ هڅه کوي د افغانستان پر ځای د امريکا تشه ډکه کړي. دا چاره د هند لپاره جدي اقتصادي او امنيتي پایلې لرلای شي.

ګروسمن چې اوس‌مهال د «رانډ کارپورېشن» نومي با نفوذه فکري مرکز څېړونکی دی، زياته کړې ده چې هند په ډېر احتياط او غلي ډول له طالبانو سره خپلې اړيکې بيا رغولې او پراخې کړې دي.

د هغه په باور هند د دوښمنۍ پر ځای له سره د سټراټېژیک ملګري په توګه اړیکو ته دوام ورکوي.

بل خوا چين له افغانستانه د امريکا تر وتلو وروسته خپله سفارت نه دی تړلی؛ بلکې طالبانو ته يې سياسي دروازې پرانيستي.

د افغانستان پخواني جمهوري حکومت چې له هند سره یې ښې اړیکې لرلې، پاکستان یې پر ضد طالبان د یوې نیابتي ډلې په توګه کارول؛ خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان تش لاس پاتې دی. طالبان چې اوس یې واک په لاس کې دی، د اسلام له ګټو سترګې پټې کړې او ډیلي سره بیا د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا لري.

هند که څه هم د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته کابل کې خپله سفارت وتاړه؛ خو د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په جون میاشت کې يې يو «تخنيکي ټيم» کابل ته ولېږه، څو هلته ډېپلوماټيک حضور بيا را ژوندی کړي.

ورپسې، څو هندي چارواکو له طالب مشرانو سره هم وکتل.

رسنۍ راپورونه ورکوي، چې هند ممکن په خپله خاوره کې افغان سياسي او قونسلي استازولي طالبانو ته وسپاري، چې دا کار د طالبانو د باور ترلاسه کولو يوه هڅه بلل کېږي.

ګروسمن وايي، دغه پرېکړه به ظاهراً د هندي او طالب چارواکو ترمنځ ډېپلوماټیک تعامل ته لاره هواره کړې.

د بېلګې په توګه، د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وېکرم مېسري او د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په اماراتو کې پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړې.

طالبانو له دغې ليدنې وروسته وويل: «موږ د متوازنې بهرنۍ پالېسۍ او اقتصاد محوره تګلارې له مخې، له هند سره د سياسي او اقتصادي اړيکو پياوړي کول غواړو».

ګروسمن ټينګار کوي، لا روښانه نه ده چې هند به د طالبانو په وړاندې خپل محتاطانه سياست کې بريالی شي که نه او دا ځکه چې طالبانو په ۲۰۲۲ کې لشکر طيبه او جیش محمد ته اجازه ورکړه چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

دا هغه ډلې دي چې هند يې په خپله خاوره کې په ترهګریزو بريدونو تورنوي.

دغه مسله د هند اندېښنې زیاتوي، چې افغانستان بيا د پاکستان ملاتړ لرونکو ترهګریزو ډلو لپاره يو خوندي مرکز ونه ګرځي.

هند باور لري، چې دغه ډلې د پاکستان له لوري تمويلېږي او موخه يې د کشمیر د لانجمنې سیمې په ګډون د هند بې‌ثباته کول دي.

همداراز، دا هم روښانه نه ده، چې هند به په افغانستان کې له چين سره په سيالۍ کې څه پرمختګ کړی وي.

ګروسمن وايي، هند تر اوسه د چين پر وړاندې بريا نه ده ترلاسه کړې؛ ځکه چين له طالبانو سره په زړورتيا اړيکې پراخوي.

چين سره له دې چې طالبان یې په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د طالبانو سفير يې ومانه او ان هغه ته يې اجازه ورکړه، چې خپل باورلیک د ولسمشر شي جېن پېنګ ته وړاندې کړي.

برسېره پر دې، چينايي چارواکو لا د امريکايي ځواکونو تر وتلو وړاندې له طالبانو سره اړيکې لرلې؛ خو هند دا کار نه و کړی.

له همدې امله ګروسمن باور لري، چې چين به د افغانستان مهمو معدني زېرمو ته لومړيتوب ورکړي او دا هېواد به د خپلې سيمه‌ييزې سټراټېژۍ د برخې په توګه د مرکزي اسيا له هېوادونو سره د اقتصادي او امنيتي همکاريو لپاره وکاروي.

ګروسمن وايي، هند له مرکزي اسيا سره خپله سټراټېژي تل د پاکستان له بدو اړيکو او له چين سره د سخت رقابت له امله متاثره کړې؛ که هند په افغانستان کې د چين له اغېز وروسته پاتې شي، نو له مرکزي اسيا سره به هم اړيکې ورته سختې وي.

په پای کې ګروسمن ټينګار کوي، چې د هند محتاطانه تعامل له طالبانو سره يو منطقي ګام دی؛ خو دا هېواد نه غواړي بېړه وکړي. غوره پاليسي دا ده چې هند له طالبانو سره مستقيم خو محتاطانه، يو په بل پسې ګامونه واخلي؛ تر څو خپلې سټراټېژیکې ګټې خوندي وساتي او له ګواښونو هم ځان بچ کړي.