د سراج الدین حقاني «استعفا او د سیاسي هڅو پیلول»

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

د طالبانو دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خپلې دندې لاس پر سر شوی او د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخونزاده ته یې خپله استعفا لېږلې ده.

په کندهار ځینې باخبره سرچینې تایدوي چې د سراج الدین حقاني استغفا قبوله شوې هم ده.

د دوی په خبره، ملا هبت الله غواړي چې ډېر ژر د هغه پر ځای خپل نژدې کس او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهیم صدر د سراج الدین حقاني ځایناستی اعلان کړي.

د حقاني په نشتوالي کې د کندهار په تېره ورځ ناسته کې د نوموړي پر ځای هم ابراهیم صدر حضور درلود.

خو ښاغلی حقاني نن د جعمې په ورځ د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له نږدې دوو میاشتو غیابت وروسته څرګند شو.

طالبانو د سلواغې پر ۲یمه اعلان وکړ چې سراج الدین حقاني د دې ډلې د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره یوځای متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.

حقاني په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره هغه وخت ولیدل.

خو ځینو سرچینو ویل نوموړي پر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سربېره په دغه هېواد کې له امریکايي هییت سره هم کتلي دي.

سرچینې زیاتوي چې سراج الدین حقاني په دې لټه کې دی چې څنګه د ملا هبت الله پر وړاندې سیاسي حرکت پیل کړي.

سراج الدین حقاني په دې باوری دی چې باید د پخوانیو سیاسیتوالو سره هم خبرې وشي او د دوی حکومت داخلي او بهرنی مشروعیت ترلاسه کړي.

د سرچینې په خبره:« سراج الدین حقاني په دې پوهېدلی چې د ملاهبت الله پر وړاندې له زوره کار نشي اخیستی او نه هم د جګړې له لارې دی له ملا هبت الله څخه خپل د واک برخه اخیستی شي.»

سراج الدین حقاني ته نژدې سرچینې وايي چې نوموړی په دې باور دی چې ملاهبت الله چې په کوم ډول حکومت پرمخ وړي دا دوام نه کوي.

د طالبانو دوو معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې حقاني د ملاهبت الله له کړنو ناراضه او د هغه له خپلسرو پرېکړو او یکه تازیو سره مخالف دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د هغه ولکه او کندهار ته انتقال د نوموړي د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.

ډېپلوماټ مجلې هم د کپ ۱۷ مه په یوه راپور کې لیکلي و، چې د طالبانو دننه د کندهارۍ ډلې «ملا هبت‌الله اخندزاده او حقاني ډلې سراج‌الدین حقاني» ترمنځ اختلافات خورا ژور شوي او دا شخړې اوس یو خطرناک پړاو ته داخلې شوې دي.

ډېپلوماټ لیکي چې سراج‌الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په لړ کې هحې کړې تر څو له سیمه‌ ییزو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د املا هبت الله له فشارونو ځان خلاص کړي.