سارا اډمز: سراج الدین حقاني پر امریکا د راتلونکي برید لپاره القاعده سره مرسته کړې

د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي چې سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده. نوموړې زیاتوي چې د سراج الدین استعفا په ترهګرۍ د تمرکز لپاره ده.

د طالبانو دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خپلې دندې لاس پر سر شوی او د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخونزاده ته یې خپله استعفا لېږلې ده.

کندهار کې ځینې باخبره سرچینې تاییدوي چې د سراج الدین حقاني استغفا قبوله شوې هم ده.

د سي ای ای پخوانۍ مامورې سارا اډمز د سراج الدین حقاني په اړه په اېکس لیکلي: «سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده. فکر مه کوئ چې دا پرمختګ دی. سراج الدین نړۍوال ارمانونه لري، یوازې ټولو هغو هېوادونو ته وګورئ چې هغه تېره میاشت ورته سفر کړی.»

سارا اډمز د نوموړي د استعفا اړوند لیکي: «سراج الدین حقاني د کورنیو چارو د وزیر په توګه استعفا ورکوي نور هېڅ نه. دا چارواکی لا دمخه د نړۍ د یو له خطرناکو ترهګرو څخه و. اصلي ستونزه څه ده؟ هغه اوس ازاد دی چې په بشپړ ډول په ترهګرۍ تمرکز وکړي. له "ډېپلوماټیک" موقف څخه له لاس اخیستلو وروسته،همدا یې وخت دی چې هغه د هدفي کسانو د لېست په سر کې شامل شي چیرې چې د هغه اصلي ځای دی.»

د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له نږدې دوو میاشتو غیابت وروسته نن د خوست ولایت یوه جومات کې را څرګند شو. متحده عربي اماراتو ته تر تلو وروسته نوموړی بیا نه لیدل کېده. ځینې سرچینو ویل چې بهر دی، خو طالبانو ویل، چې افغانستان ته ستون شوی او «استراحت کوي. »

خواله رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې نن نوموړی له جومات په وتلو کې له خلکو سره ستړي مشي کوي.

د ښاغلي حقاني پلویانو د دې صحنې د ویډیو خپرولو سره ویلي چې دا جومات د خوست په نادره شاه کوټ ولسوالۍ کې دی.

طالب چارواکو هم له رسنیو سره خبرو کې تایید کړې ده، چې سراج الدین حقاني نن خوست کې ښکاره شوی دی.