ټي ټي پي د الخندق په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل
تحریک (ط) پاکستان (ټيټيپي) د ۲۰۲۵ کال لپاره د «الخندق» په نامه د پسرلني عملیاتو اعلان وکړ. دغې ډلې ګواښ کړی چې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر ضد به په خپلو بریدونو کې بدلون او زیاتوالی راولي.
د ټي ټي پي په اعلامیه کې چې له رسنیو سره شریکه شوی راغلي، چې دغو عملیاتو ته یې د الخندق نوم د پراخو مشورو نه وروسته ټاکلی دی. په اعلامیه کې راغلي چې په نوي کال کې به خپلو بریدونو کې زیاتوالی راولي.
ټي ټي پي په دغه اعلامیه کې د پاکستان له خلکو غوښتي چې د دوی ملاتړ وکړي.
تحریک طالبان پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښې د پښتونخوا ته څېرمه سیمو کې فعالیت لري او د کوچنیو وسلهوالو ډلو ټولګه ده.
پاکستان ادعا کوي، چې ټي ټي پي په افغانستان کې مرکزونه لري او له دغه هېواد څخه په پاکستان کې بریدونه پلان کوي، طالبان دا نه ردوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې نشته خو دا نه مني چې په پاکستان کې بریدونه په افغانستان کې پلان کیږي.
طالبان وایي چې هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادنو په ضد وکاروي.
یاده دې وي چې په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د «عزم استحکام» پوځي عملیات پېل کړل، چې موخه یې د «ټيټيپي» د مشرانو له منځه وړل وو؛ خو دا عملیات له دې کبله له نیوکو سره مخ شول، چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول.
د ټي ټي پي د پسرلنیو عملیاتو د اعلان په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت کوم غبرګونه نه دی ښکاره کړی خو د پاکستان پوځ باربار ویلي چې د وسله والو د لمنځه وړلو لپاره یې هڅۍ کړندۍ کړي او هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې پاکستان نا امنه کړي.