د کانونو په بدل کې؛ یوه جرمنۍ کمپنۍ په سړک رغونه کې ۴۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي
د طالبانو د عامه فوایدو وزارت وايي، «ترستکو میډل ایسټ» جرمني شرکت د کانونو په بدل کې د افغانستان د سړکونو رغونې په برخه کې د ۴۰۰ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. طالبانو ويلي، چې له مشرتابه سره تر مشورو او منظورۍ وروسته به له دغه شرکت سره قرار داد وشي.
د طالبانو ټولګټو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یوه جرمني شرکت مشر دوکتور محمد درخشان د دوی له وزیر محمدعیسی ثاني سره د کانونو په بدل کې د سړکونو د رغولو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو دغه وزارت وايي، دوی دامهال د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونو د رغولو پلان لري.
طالبان په پرله پسې توګه د سړکونو د رغېدو خبرونه ورکوی خو لا هم د افغانستان لويې لارې د پخوا په څېر ویجاړې او نژدې هره ورځ پرې مرګونې ترافيکي پيښې کیږي.
ددغه شرکت او د کانونو د ورکړې او سړک رغونه کې د پانګونې په تړاو نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
واک ته د دغه ډلې له رسېدو را وروسته دوی له یو شمېر بهرنيو شرکتونو په خاص ډول چینايانو سره د کانونو د کېندونو او استخراج په برخه کې ډېر قراردادونه کړي.