طالبان: له عمان سره د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې کاري ټیمونه جوړوو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د عمان د شاهي حکومت د سوداګرۍ وزیر قیس بن محمد الیوسف سره په کتنه کې هوکړه کړې چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ د رامنځته کېدو لپاره کاري ټیمونه جوړ کړي، څو تخنیکي خبرې پیل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر اېکس کاږلي چې امیر خان متقي قیس بن محمد الیوسف سره په پلازمېنه مسقط کې وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ پر لارو چارو خبرې شوي.

‏تکل پر اېکس کاږلي: «په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او عمان ترمنځ د سوداګریزو پلاوو او خصوصي سکټورنو ترمنځ پر تبادلې هوکړه وکړه.»

هغه زیاته کړه: «دواړو لوریو د افغانستان او عمان تر منځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې او د خوړو مصونیت سربېره پر سوداګریزي راکړه ورکړې او ټرانسپورټ هم د نظر تبادله وکړه او هوکړه وشوه چې گډ کاري ټیمونه او سکتوري ادارې به د یادو برخو تخنیکي خبرې پيلوي.»

تر دې وړاندې امیر خان متقي د عمان په پلازمېنه مسقط کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په لیدنه کې په دوه اړخیزه اړیکو ټینګار کړی وو او ویلي یې وو، چې په افغاانستان کې د عماني سوداګرو لپاره د پانګونې ښه فرصت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال کابل ته په خپل سفر کې د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیرانو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو سره په کتنه کې د کانونو او د نړۍوالو لابراتوارونو د جوړېدو په برخه کې د دغه هېواد د سوداګرو د لېوالتیا په تړاو خبرې کړې دي.

‏یاده دې وي، چې د عمان شاهي دولت که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د رسمیت نه پېژندو سربېره یې په ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۷ مه د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته وسپاره.