ټرمپ وايي د اوکراین په اړه د پوتین څرګندونې ښې ژمنې دي خو بشپړې نه دي
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د احتمالي اوربند په اړه "ډېره هیله بښوونکې وینا" کړې ، مګر بشپړه نه ده.
د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې پوتین وویل چې هغه د ۳۰ ورځني اوربند ملاتړ کوي خو په دې اړه جدي پوښتنې لري چې غواړي له خپل امریکايي سیال سره خبرې پرې وکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له مشر مارک روټه سره په لیدنه کې د پوتین د څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل: "هغه ډېره هیله بښوونکې وینا وکړه، خو بشپړه نه وه. زه غواړم له هغه سره ووینم یا ورسره خبرې وکړم. خو موږ باید دا (اوربند) په چټکۍ سره تر سره کړو . "
د ټرمپ ځانګړی استازي سټیو ویټکوف چې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په اړه خبرو اترو لپاره مسکو ته تللی ویلي، که روسیه د سولې پلان رد کړي دا به "د نړۍ لپاره یوه ډېره مایوسه شېبه" وي.
ټرمپ له هر ډول اوربند وروسته د اوږدې مودې سولې د خبرو اترو په اړه هم وغږېد چې د اوکراین کومه سیمه باید روسیې ته ورکړي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبېرورۍ په میاشت کې پر اوکراین په بشپړه توګه یرغل پېل کړ.
تازه اوکراین پدې اونۍ کې د سعودي عربستان په خبرو کې د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د متحده ایالاتو وړاندیز سره موافقه وکړه.
د اوکراین ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د روسیې ولسمشر پوتین اوربند نه غواړي.
تر دې مخکې، پوتین ویلي و، چمتو دی له اوکراین سره د لنډمهاله اوربند موافقه وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې دا توافق باید د روسیې د غوښتنو پر بنسټ وي. پوتین وویل: «موږ د اوربند وړاندیز منو، خو دا اوربند باید دایمي سولې ته لار هواره کړي.»
پوتین تر دې وړاندې څو ځله د موقتي اوربند وړاندیزونه رد کړي، هغه وایي تر څو چې ورته تضمین نه وي ورکړل شوی، چې اوکراین به ناټو ته نه ننوځي او روسیه به د اوکراین نیول شوي سیمې بېرته ونه سپاري، اوربند ته به غاړه کېنږدي.