د واین او شامپاین اقتصادي جګړه؛ ټرمپ وايي چې د اروپا پر ټولو شرابو ۲۰۰ سلنه تعرفې لګوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که اروپايي اتحادیه پر امریکايي واین وضع شوې تعرفه بېرته وانخلي، نو واشنګټن به د اروپا له ټولو شرابو، شامپاین او نورو الکولي محصولاتو ۲۰۰ سلنه ګمرکي مالیه واخلي.

د ټرمپ دا خبرداری داسې مهال دی، چې اروپايي کمېسیون اعلان کړی له اپرېل میاشتې څخه به پر۲۶ میلیارده یورو (۲۸میلیارده ډالره) ارزښت لرونکو امریکايي محصولاتو د ګمرکي تعرفو پلي کول پیل کړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپله ټروت رسنۍ کې لیکلي، «اروپايي اتحادیې، چې په نړۍ کې یوه تر ټولو ظالمانه او استثماري مالیاتي ادارو ده، د امریکا پر واین ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده. که دا تعرفه ژر تر ژره لرې نه شي، نو موږ به پر ټولو اروپايي شرابو، شامپاین او نورو الکولي محصولاتو ۲۰۰ سلنه مالیه وضع کړو».

د یورو سټاټ له مخې، تېر کال امریکا ته د اروپايي اتحادیې د شرابو صادرات ۴.۹ میلیارده یورو وو، چې د اتحادیې د ټولو شرابو د صادراتو ۲۹ سلنه برخه جوړوي. له دې صادراتو نږدې نیمايي د فرانسې او ۴۰ سلنه د ایټالیا وو.

د اروپايي کمېسیون یوه ویاند ویلي چې اتحادیه لا هم مذاکراتو ته چمتو ده او غواړي د ګمرکي تعرفو شخړه له اقتصادي زیان پرته حل کړي.

د ټرمپ د تعرفو د سیاستونو له امله د پانګوالو، مصرفوونکو او سوداګریزو شرکتونو اندېښنې زیاتې شوې، چې دا چاره ممکن اقتصادي بې‌ثباتي رامنځته کړي.

د ټرمپ د ګمرکي مالیو تهدید د امریکا او اروپايي اتحادیې ترمنځ د سوداګریزو شخړو نوی فصل پرانیزي.