هندي رسنۍ: د طالبانو په ګډون ۴ وسلهوالو ډلو د پاکستان امنیت او اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی
هندي رسنۍ ټاېمز اف اېنډیا په خپلې یوې مقاله کې ټینګار کړی، چې پاکستان دا مهال د څلورو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له کبله له جدي امنیتي ناورین سره مخ دی چې د تېرو څو لسیزو پرتله تر ټولو خطرناک او بې ساری بلل کېږي.
یادې رسنۍ ویلي، چې په پاکستان کې د «ټيټيپي»، د پلوڅ بېلتون پالو، داعش خراسان څانګې او د افغان طالبانو غیر مستقیم نفوذ په یاد هېواد کې وسلهوالې شخړې زیاتې کړې دي.
که څه هم یادې ډلې جلا جلا موخې لري؛ خو په ګډه یې د پاکستان امنیت، اقتصاد او واکمني له ګواښ سره مخ کړې ده.
د نړۍوال ترهګرۍ شاخص د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله مرګ ژوبله ۴۵ سلنه زیاته شوې ده.
د ۲۰۲۳ کال پرتله چې ۷۴۸ کسان وژل شوي وو، دغه شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰۸۱ کسانو ته رسېدلې ده.
د افغان طالبانو رول؛ ټيټيپي ته خوندي پناه ځایونه ورکول
د ټاېمز اف اېنډیا د مقالې له مخې، که څه هم افغان طالبان په مستقیم ډول پاکستان نه په نښه کوي؛ خو د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د مالي او لوژستیکي ملاتړ تورونه پرې لګول شوي دي.
دغه وسلهواله ډله چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له واکمنۍ راهیسې زړوره شوې، په پاکستان کې یې خپل بریدونه چټک او پراخ کړي دي.
ډیورنډ کرښه د «ټيټيپي» جنګیالیو لپاره لوژستیکي مرکز ګرځېدلې.
د ملګرو ملتونو یوه وروستۍ څېړنه چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې کې خپره شوې، ښيي چې افغان طالبانو «ټيټيپي» ته اجازه ورکړې چې په کونړ او ننګرهار کې خپل روزنیز کمپونه پرانیزي. همدا لامل دی، چې دغه ډله نه یوازې بیا تنظیم شوې؛ بلکې خپل مرګوني بریدونه یې هم زیات کړي دي.
د وسلهوالو ډلو همکاري؛ پاکستان ته څو اړخیز ګواښ
د هندي رسنۍ مقاله زیاتوي، اوس داسې ښکاري چې څلور وسلهوالې ډلې سره له دې چې جلا کار کوي؛ خو د پاکستان د امنیتي کمزورۍ له فرصته په ګټې اخیستو سره یې غیرمستقیمه همغږي رامنځته کړې او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک: په ۲۰۲۴ کال کې دغه ډله د ۵۵۸ کسانو د وژلو مسووله بلل شوې او ټولټال یې د ۴۸۲ بریدونه کړي دي.
دغه بریدونه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی، اکثره په خیبر پښتونخوا او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې شوي.
د «ټي ټي پي» جنګیالي له افغانستانه په ازاده توګه پاکستان ته راوړي او چریکي بریدونه کوي.
د بلوچستان ازادۍ پوځ: دغه ډله د پاکستان د دولتي تاسیساتو، امنیتي ځواکونو او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو ته زیان رسوي.
د بلوچستان په یوه اورګاډي وروستی برید او د جنورۍ په میاشت کې په کوټه کې ځانمرګي برید چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول؛ دا ثابته کړې چې بلوڅ بېلتون پاله ډله د پاکستان اقتصادي ګټو ته تاوان رسوي.
داعش خراسان څانګه: داعش خراسان هم خپل حضور په پاکستان کې پراخ کړی دی.
دغه ډله، چې د فرقهيي بریدونو لپاره بدنامه ده؛ (د فبرورۍ په ۲۸مه) یې د خیبر پښتونخوا په یوه دیني مدرسه کې ځانمرګی برید وکړ، چې ۶ کسان پکې ووژل شول او په وژل شویو کې د طالبانو ملاتړی یو مشهور دیني عالم مولانا حامد الحق هم شامل و.
افغان طالبان: که څه هم افغان طالبان په مستقیم ډول پاکستان ته ګواښ نه کوي؛ خو له «ټيټيپي» سره یې ملاتړ، د پاکستان امنیتي ستونزه لا پېچلې کړې ده.
اسلاماباد څو ځله له کابل غوښتي، چې د یادې وسله الې ډلې پر پټنځایونو عملیات وکړي؛ خو دغه غوښتنې تر اوسه بېځوابه پاتې دي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې نورې هم ترینګلې کړې دي.
ټاېمز اف اېنډیا خبرداری ورکړی، که پاکستان د ترهګرۍ ضد ژوره تګلاره غوره نه کړي؛ نو دا به له سختې بې ثباتۍ، اقتصادي کړکېچ او ان د ټوټه کېدو له ګواښ سره مخ شي.
په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی، که دغه سناریو رامنځته شي؛ نو د پاکستان او سیمې په ګډون د نړۍ امنیت ته جدی ګواښونه پېښولای شي.