زېلېنسکي: پوتین د اوربند ردولو ته چمتووالی نیسي

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوربند وړاندیز ردولو ته چمتووالی نیسي او په وینا یې، هغه د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د دغه حقیقت له ویلو څخه وېره لري.

زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۱۳مه) ماښام مهال خبریالانو ته د وینا پرمهال وویل، چې روسیه د اوربند د منلو پر ځای شرایط وضع کوي او زیاتوي چې دا کار ښایي اوربند وځنډوي یا یې بیخي له منځه یوسي.

زېلېنسکي په دې تړاو څرګنده کړې ده: «په حقیقت کې پوتین لګیا دی د اوربند ردولو ته چمتووالی نیسي، ځکه که چېرې هغه ټرامپ ته ووايي چې جګړې ته دوام ورکوي او اوکراینیان لا هم وژني، وېرېږي.»

د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې روسیه هڅه کوي څو د اوربند د پلي‌کېدو مخه ونیسي یا یې د بېلابېلو شرایطو په لګولو سره د اوږدې مودې لپاره وځنډوي او په وینا یې، دا شرایط به د دې لامل شي چې د اوربند واقیعت به ناممکن کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د څرګندونو پر بنسټ، ریښتینی اوربند کولای شي له اوکراین سره مرسته وکړي ترڅو له اوسني وضعیت څخه ووځي او په پایله کې یې یوه تلپاتې او اوږدمهاله سوله رامنځته شي.

هغه ټینګار کړی چې د اوربند د ټينګښت په صورت کې بېلابېل هېوادونه کولای شي د اوکراین د راتلونکي امنیت په تړاو جدي مذاکرات وکړي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو پلان وړاندې کړي.

د اوکراین ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې له د ې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و چې چمتو دی له اوکراین سره د لنډمهاله اوربند هوکړه وکړي، خو ټینګار یې کړی چې دا هوکړه باید د روسیې د غوښتنو پر بنسټ وي.