پوتین: د خپلو غوښتونو پر بنست له اوکراین سره لنډمهاله اوربند ته چمتو یو
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چمتو دی له اوکراین سره د لنډمهاله اوربند موافقه وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې دا توافق باید د روسیې د غوښتنو پر بنسټ وي. پوتین وویل: «موږ د اوربند وړاندیز منو، خو دا اوربند باید دایمي سولې ته لار هواره کړي.»
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره په یوه ګډه خبري کنفرانس کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې داسې سوله باید د شخړې «اصلي رېښې» حل کړي.
پوتین تر دې وړاندې څو ځله د موقتي اوربند وړاندیزونه رد کړي، تر څو چې ورته تضمین نه وي ورکړل شوی، چې اوکراین به ناټو ته نه ننوځي او روسیه به د اوکراین نیول شوي سیمې بېرته ونه سپاري.
روسي ځواکونو درې کاله جګړې راهیسې، د اوکراین شاوخوا پنځمه برخه خاوره تر کنټرول لاندې لري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې غواړي دا جګړه پای ته ورسوي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، هیله لري چې کریملین د امریکا د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومني، هغه وړاندیز چې اوکراین یې هم ملاتړ کړی دی.
پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ له هڅو مننه وکړه.
نوموړي وویل، ښایي د سولې د موافقې په اړه له ټرمپ سره خبرې وکړي. پوتین وویل: «موږ له سولهییزو لارو د دې شخړې د پای ته رسولو نظر ته درناوی لرو.»
هغه زیاته کړه چې لا هم «جدي پوښتنې» موجودې دي، لکه د اوربند د تطبیق څرنګوالی او دا چې څوک به پرې نظارت کوي.
ورته مهال د ټرمپ ځانګړی استازی ستیو ویتکاف د پنجشنبې په ورځ مسکو ته ورسېد، ترڅو د دې موضوع په اړه خبرې وکړي. روسیې چارواکو هم ویلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار، مایک والتز، د چهارشنبې په ورځ د اوربند د وړاندیز جزییات وړاندې کړل او روسیه د خبرو لپاره چمتو ده.