اصف: د بولان عملیاتو پرمهال هندي رسنیو، پي‌ټي‌ای او په افغان خواله رسنیو کې یوه ژبه کارېده

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې ده، چې د بلوچستان د عملیاتو پرمهال هندي رسنیو، تحریک انصاف او د افغانستان په خواله رسنیو کې یوه ژبه کارېده.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« کله چې د هېواد یو سیاسي ګوند د ترهګرو ژبه کاروي او په سخت وخت کې د هېواد د ساتونکو د ملاتړ پر ځای د واک څخه د بې برخې کېدو له امله په خواله رسنۍ کې مخالفه ژبه کاروي؛ نو باید له سیاسي ګټو هاخوا ملي یووالي وښیو.»

تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چوهدري هم ادعا کړې وه، چې د برمته‌ شویو کسانو د نیول‌ کېدو دغه پلان په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون‌ غوښتونکو له‌خوا جوړ شوی و.

د هغه په ​​وینا:« بریدګر د تصفیوي عملیاتو پرمهال د سټلایټ ټېلیفون له لارې په افغانستان کې له خپلو پلان‌ جوړوونکو او هدایت‌ کوونکو سره په اړیکه کې وو.»
د پاکستان پوځ بېګا خبر ورکړ، چې په بولان کې یې د بلوځ بېلتون‌پاله ډلې ټول بریدګر وژلي او دغه عملیات پای ته رسېدلي.

د پاکستان د پوځ په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۳ وسله‌وال وژل شوي او کوم برمته‌ شوي کس ته زیان نه دی اوښتی او د تصفیوي عملیاتو له پیلېدو مخکې د بلوڅ وسله‌والو له‌خوا ۲۱ مساپر وژل شوي وو.