حنیف اتمر: د طالبانو لویه جرګه کې باید ښځو او سیاسي بنسټونو ته هم اجازه ورکړل شي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې طالبان باید په لویه جرګه کې د نارینه و ترڅنګ ښځو، سیاسي او مدني بنسټونو ته هم د ګډون اجازه ورکړي. اتمر ویلي، چې خلک باید په خپله خوښه وروستی اساسي قانون پلی او یا نوی تصویب کړي.

حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ پر ایکس پاڼه لیکلي، چې د لويې جرګې په جوړېدو سره طالبان د ملي او نړيوال مشروعیت ترلاسه کولو هڅه کوي.

اتمر وایي، د دې ډلې له واکمنېدو وروسته د طالبانو نظام ملي او نړیوال مشروعیت نه لري او خپلمنځي جنجالونو یې د مشر مشروعیت هم ننګولی دی. نوموړي د لويې جرګې جوړول د هېواد سیاسي دود ته درناوی بللی.

د اتمر په خبره، طالبان باید د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د افغانانو حقونو او ازاديو ته درناوی وکړي او د هېواد ساتنې لپاره رښتیني اقدامات تر سره کړي.

اتمر وايي، په جرګه کې باید ټولې خواوې ګدون ولري او موخه یې د نظام قانوني کول وي.

هغه لیکلي: «د هیواد سیاسي نظام ته د مشروعیت ورکولو لپاره لویه جرګه باید مشروع وي او د افغانستان د خلکو د رښتینو استازو په ګډون د نارینه وو، ښځو، سیاسي او مدني حرکتونو استازي پکې ګډون ولري. په تېرو سلو کلونو کې د لویې جرګې تر ټولو مهم ماموریت د نظام مشروعیت وي.»

محمد حنیف اتمر وايي، خلکو د مشر د مشروعيت لپاره د ازادو، عادلانه او ملي ټاکنو لاره غوره ده کړې او باید دا حق ور څخه وانخیستل شي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې افغانستان انټرنشنل (د کب پر ۱۶مه) د سرچینو په حواله رپوټ ورکړ چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپل حکومت او «امارتي نظام» د مشروعیت او له سرپرست حالته د راوتلو لپاره لویه جرګه راغواړي.