د خوړو نړۍوال پروګرام: په تورخم کې مو په بشري مرستو بار لارۍ بندې پاتې دي

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د تورخم تړل پاتې کېدو له امله د بشري مرستو د لاریو په ګډون زرګونه لارۍ په دواړو خواوو کې بندې پاتې دي.

د تورخم دروازه د تېرې (فبرورۍ له ۲۱مې نېټې) راهیسې تړلې ده، چې لامل یې پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوو تاسیساتو پر سر اختلافات ښودل شوي دي.
د خوړو نړۍوال پرواګرام د فبرورۍ میاشتې په خپور شوي راپور کې ویلي، چې دغه لارۍ په خوراکي توکو او نورو سوداګریزو او بشري مرستو بار دي.

بشري مرستې

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په تېرې فبرورۍ میاشت کې یې له شاوخوا ۷.۵ مېلیونه خلکو سره مرسته کړې ده.
په دغه راپور کې راغلي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره میاشت په افغانستان کې ۶ مېلیونه خلکو ته ژمنۍ د ژوند ژغورنې بېړنۍ خوراکي مرستې هم رسولې دي.
د دغه پروګرام په وینا، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
راپور کاږي، چې په تېره میاشت کې درنو ورښتونو او سېلابونو د افغانستان سوېلي او لوېدیځ ولایتونو اغېزمن کړل چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰ تنه مړه او ټپیان شول.
د راپور له مخې، په دغو ولایتونو کې د بشري مرستو اړمنو کسانو د شمېر معلومولو لپاره ارزونې روانې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وړاندې کاږي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو نوې څپه پیل کړې ده چې له مخې به یې په دغه هېواد کې مېشت ۸۰۰زره د اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال اغېزمن کړي.

راپور زیاتوي، چې نږدې یو مېلیون افغانان د ۲۰۲۳کال اکتوبر راهیسې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.