د پاکستان پوځ وایي د ټانک ولسوالۍ په امنیتي ځواکونو برید کې ۱۰ وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي، چې د خېبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ جنډوله سیمه کې یې پر سرحدي ځواکونو (ایف سي) برید کوونکي لس وسله وال له منځه وړي دي. یاد برید نن له غرمې وروسته د سویلي وزیرستان او ټانک ولسوالۍ ترمنځ په جنډوله سیمه کې پر سرحدي ځواکونو شوی و.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکې ادارې په یوه اعلامیه کې چې رسنیو ته یې استولی راغلي چې وسله والو د سویلي وزیرستان او ټانک ولسوالیو په جندوله سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته برید کړی چې په کې ټول وسله وال وژل شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې پوستې ته د ننوتو هڅه د عسکرو له‌خوا په اغیزمنه توګه شنډه شوه، چې له امله یې وسله وال مجبوره شول، د چاودیدونکو توکو ډک موټر احاطې دیوال ته نږدې والوزوي.

همداراز، ویل شوي چې د سختو ډزو له تبادلې وروسته، د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون، ټول وسله وال د احاطې دیوال څخه بهر وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې په دغه اعلامیه کې ویلي د نورو وسله والو د لمنځه وړلو لپاره یې په سیمه کې تصفیوي عملیات پېل کړي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددغه برید پړه په غاړه نه ده اخیستې خو د ورته برېدونو پړه اکثره وخت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله وال په غاړه اخلي.