له زدهکړو محرومه نجلۍ؛ نړۍوال دې پر طالبانو فشار راوړي، څو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي
نولس تنه هغه افغان نجونې چې طالبانو یې پر زدهکړو بندیز لګولی و؛ اوس یې د سکاټلنډ په ګلاسکو او یو شمېر نورو پوهنتونونو کې د طب په برخه کې لوړو زدهکړو ته دوام ورکړی دی. زهرا حسیني هم له دې ډلې یوه ده او اوس په دغه هېواد کې د خپل راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي.
د هالي روډ په نامه یوې سکاټلنډۍ رسنۍ لیکلي، زهرا چې اصلاً د بامیانو ولایت ده او د هزاره قوم سره تړاو لري؛ هیله لري چې یوه ورځ د زړه جراحه شي.
هغې په کابل کې د طالبانو تر بیا واکمنیدو پورې زدهکړې کولې؛ خو د دغه ډلې له لوري د ښوونخیو او پوهنتونونو د بندیزونو له کبله ترې زدهکړې پاتې شوې وې.
هغه وایي، د طالبانو له لوري دغه ډول سخت محدودیتونه هغو خلکو ته هم خورا حیرانوونکي وو چې د دغه ډلې تر واکمنۍ لاندې یې تېر ځل هم ژوند کړی و.
د لېنډا نورګرو بنسټ د برېټانیایې او سکاټلنډ حکومتونو په مرسته دغو نجونو سره له خپل هېواده د وتلو په برخه کې مرسته کړې ده او اوس په بېلابېلو پوهنتونونو کې زدهکړې کوي.
د زدهکړو د سېسټم د توپیر له امله، دوی اړې شوې چې خپلې طبي زدهکړې له سره پیل کړي او ځینې نجونې مجبورې شوې چې خپلو کورنیو، وروڼو، خویندو او ان خپل د ژوند له شریکانو څخه هم په بېلتانه کې ژوند وکړي.
که څه هم د لېنډا نورګرو بنسټ دغه پروګرام اوس پای ته رسېدلی؛ خو د بنسټ مشر جان نورګرو ویلي، نور داسې کوم پلان نه لري چې له مخې یې افغان زدهکړیالانې سکاټلنډ ته راولي.
هغه زیاته کړې، له افغان نجونو سره هر مرسته کوونکي ته لازمې مشورې ورکولای شي.
په همدې حال کې زهرا هیله لري، چې نړۍواله ټولنه طالبان تر فشار لاندې وساتي.
هغې وویل:« مېلیونونه نجونې له زدهکړو محرومې دي؛ که طالبان تر فشار لاندې رانشي، د دې نجونو راتلونکی به خراب شي».
د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم د سکاټلنډ پارلمان غونډه کې له نړۍوالو وغوښتل، چې افغان نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د سکاټلنډ لومړی وزیر جان سویني هم دغه افغان نجونې وستایلې او ویې ویل:« زدهکړې په نړۍ کې د ازادۍ لپاره تر ټولو پیاوړې وسیله ده او زه ویاړم، چې د سکاټلنډ پوهنتونونو او د برېټانیا حکومت په همکارۍ دغه نجونې د بریالیتوب خوا ته روانې دي».
که څه هم د لېنډا نورګرو بنسټ نوی پلان نلري؛ خو جان نورګرو ټینګار وکړ چې دا مهمه ده چې برېټانیا او سکاټلنډ طالبان تر فشار لاندې وساتي، تر څو د افغان ښځو او نجونو حقونه له پامه ونه غورځول شي.
زهرا د زدهکړو تر څنګ خپلو پخوانیو ټولګیوالو ته چې په افغانستان کې پاتې دي په انلاین توګه د انګلیسي ژبې درسونه ورکوي.
هغه وايي: «تر څو چې افغان نجونې او ښځې ازادې نشي، زه غلې نه شم پاتې کېدای.»