شهباز شریف: که د ترهګرۍ مخه ونه نیول شي د پاکستان پرمختګ به ودریږي
د بلوڅ ازادۍ پوځ له لوري پر جعفر اکسپریس اورګاډي تر برید وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بلوچستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې ترڅو بلوچستان او پښتونخوا کې ترهګري ختمه نه شي پاکستان پرمختګ نه شي کولی.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په بلوچستان کې د جعفر اکسپریس اورګاډي له پیښې وروسته د پنج شنبې په ورځ کوټې ته تللی و.
نوموړي په کوټه کې د یوه امنیتي مجلس پر مهال ویلي، چې تر څو په بلوچستان او پښتونخوا کې ترهګري له منځه نه وي تللې، پاکستان به پرمختګ ونه شي کړای.
نوموړي وايي، د هغو ترهګرو پروړاندې باید متحد شي چې د پاکستان امنیت ته زیان رسوي.
همداراز شریف وايي، د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو عملیات پای ته رسیدلي او ۳۳۹ یرغمل کسان یې ژغورلي او د تصفیوي عملیاتو پر مهال یې ۳۳ ترهګر وژلي دي.
د پاکستان لومړی وزیر د هندوستان له نوم یادولو پرته وايي، چې ختیځ ګاونډی هېواد له دا ډول پېښو څخه په استفاده د پاکستان ضد تبلیغات کوي.
د پاکستان لومړی وزیر په پښتونخوا او بلوچستان کې روانو ناامنیو ته په اشاره وايي، چې په مخکیني حکومت کې داسې طالبان له زندانونو خوشي شوي چې اوس د پاکستان د پوځ پر ضد فعالیت کوي.
نوموړي ویلي، چې که د ترهګرۍ مخه ونه نیول شي، نو د پاکستان پرمختګ به ودریږي.
د پاکستان پوځ په بلوچستان کې پر جعفر اکسپریس اورګاډي باندې تر برید وروسته وویل چې پر اورګاډي برید کوونکي په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په اړېکه کې وو او په یاد برید کې هندوستان هم لاس درلود.
بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان کې د اورګاډي برید د تړاو په اړه د پاکستان د پوځ تورنه ردکړي او وايي، د «غیرمسوولانه څرګندونو پرځای» دې د خپلو داخلي امنیتي ننګونو حل ته پام وکړي.