ټرمپ: کاناډا د یوه ایالت په توګه کولای شي د امریکا په ګټه وي
د نیوزمکس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا په خپلو جنجالي څرګندونو کې ویلي چې کاناډا یوازې د یوه ایالت په توګه کولای شي د متحدهایالاتو په ګټه وي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۱۳مه) خبریالانو ته په خپلې وینا کې زیاته کړې چې هېواد یې د کاناډا سرچینو ته هېڅ اړتیا نهلري.
هغه په دې تړاو څرګنده کړې ده: «موږ د کاناډا لرګیو، انرژۍ او ان موټرو ته هېڅ اړتیا نهلرو. موږ کافي سرچینې لرو او هرڅه خپله تولیدولای شو. کاناډا د یوه ایالت په توګه زمونږ لپاره ګټور کېدای شي، خو ولې موږ باید یو بل هېواد ته ۲۰۰ میلیارد ډالر ورکړو؟»
ورته مهال، د شنونکو باورونه دا دي چې د کاناډا پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ دا توندې څرګندونې کولای شي د امریکا پر سوداګریزو سیاستونو او په راتلونکي کې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د دغه هېواد پر چلند جدي اغېزې ولري.
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې چې نوموړي څه موده مخکې د خپل دولت د سوداګرۍ وزیر ته امر کړی و چې له کاناډا څخه پر واردېدونکو فولادو او المونیمو ۲۵ سلنه نوره تعرفه وضع کړي چې په دې سره به د دغو محصولاتو تعرفه ۵۰ سلنې ته ورسېږي.
همداراز، د کاناډايي موټرو پر وارداتو تعرفې هم د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له ۲مې نېټې پلي کېږي.
هغه دا پرېکړه د انټاریو ولایت له لوري نیویارک، مینیسوټا او میشیګان ته د صادرېدونکي برېښنا پر ۲۵ سلنه تعرفې د غبرګون په ځواب کې کړې ده.
د یادونې ده چې وړمه ورځ د کاناډا ټاکلي لومړی وزیر مارک کارني د لېبرال ګونډ په ټاکنو کې تر خپلې بریا وروسته ویلي و چې ټرمپ غواړي پر کاناډا ولکه وکړي، خو دا هڅې به یې له ناکامۍ سره مخ شي.