اشرف غني له سیاسي مشروعیت پرته سترې پروژې ناشونې ګڼي

مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې له سیاسي مشروعیت پرته د برېښنا د تولید په څېر لویو پروژو پلي کول ناشوني دي. اشرف غني د پراختیايي پروژو په اړه هرکال د لویې جرګې وړاندیز کوي او وايي، په دې توګه به ولس خپل فرصتونه او امکانات مخامخ وګوري او عملي ونډه واخلي.

اشرف غني د خپلو پاډکاسټونو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ په یوه پاډکاسټ کې وویل، « زه ټینګ په دې باور یم چې افغانان اوس پخپله د برېښنا د تولید په څېر لویو پروژو د پلي کولو مسلکي او مالي وړتیا او له نړۍ سره د همکارۍ ژبه لري، خو دا کارونه بې سیاسي مشروعیته ناشوني دي».

هغه د وچکالۍ صورت کې د ایران د اوبو غوښتنې بې ځایه او بې دلیله وبللې.

اشرف غني زیاته کړه، « په ګډو سیندونو باندې باید څیړنې وشي. له دلیل او منطق پرته بې ځایه نیوکې کیږي، افغانستان د وچکالۍ په صورت کې چې اوبه نه لري، نو څنګه اوبه ور کړي».

نوموړی ټینګار کوي، چې اوبه موجودې وي او ایران ته خپله کچه اوبه رسیږي افغانستان ترې هرډول استفاده کولای شي او د هر ډول بند جوړولو حق لري.

مخکینی ولسمشر وايي، د اوبو اوضاع باید په ټوله کې پلانګذاري شي او که یو کس یواړخیز بندونه جوړوي باید د انډولیزو اصولو له مخې تاوان ور کړي.

اشرف غني د برېښنا بندونو د سترو پروژو په اړه وايي، نړۍ چې ددغسې پروژو پلیتابه ته پاملرنه وښوده، شخصي سلیقې او د ځانځانۍ ښامار یې پر وړاندې خنډ شو.

هغه دا نه ده روښانه کړې، چې د چا شخصي سلیقې ددغسې پروژو د پلیتابه پر وړاندې خنډ شوې.

مخکیني ولسمشر په دغه پاډکاسټ کې د افغانستان پر نورو اقتصادي مسایلو، په ځانګړې توګه د برېښنا د پروژو په تړاو خبرې کړې دي.