د افغانانو پر سفري بندیز د مک کال نیوکه: افغانان ترهګر نه، بلکې زموږ متحدین دي
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال ویلي، هغه افغانان چې امریکا ته یې سفرونه ځنډول شوي، ترهګر نه دي، بلکې هغه کسان دي چې له ترهګرو سره جنګېدلي او د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې یې د دغه هېواد له ځواکونو سره همکاري کړې ده.
د متحده ایالاتو د ولسمشر لهخوا دغه هېواد ته د سفر بندیز، هغه افغانان چې امريکا ته د تللو په تمه ناست دي، له يوه نامعلوم وضعيت سره مخامخ کړي دي. ددغه بندیز په اړه دا اندېښنې هم شته چې ممکن هغه افغانان چې د امریکا ویزې یې ترلاسه کړي هم اغیزمن کړي.
د سي بي ایس په راپور کې راغلي چې په زرګونه افغانان چې د متحده ایالاتو له اردو سره یې مرسته کړې د امریکا خاورې ته د رسیدو مخه یې نیول شوې.
د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال سي بي ایس سره په مرکه کې ویلي، هغه افغانان چې امریکا ته سفرونه یې ځنډول شوي ترهګر نه دي، بلکې هغه کسان دي چې له ترهګرو سره جنګېدلي او د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې یې زموږ له ځواکونو سره همکاري کړې.
مایکل مک کال همدا ډول پر اېکس کاږلي: «زموږ افغان متحدینو دوه لسیزې زموږ د پوځ تر څنګ د ترهګرو سره جګړه وکړه، ما د مارګ برینان (ایس بي سي خبریاله) سره د هغو نارینه وو او ښځو سره د متحده ایالاتو د ژمنې د ساتلو په اړه خبرې وکړې چې زموږ سرتېرو سره یې مرسته کړې ده.»
مک کال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سر سخته مخالف دی، نوموړي تر دې څه وخت وړاندې ویلي وو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به د امریکا د نسلونو لپاره د دغه هېواد په بهرنۍ پالیسۍ کې داغ پاتې شي.
ښاغلي مک کال د بایډن پر ادارې هم نیوکه کړې وه او ویلي وو: «سره له دې چې د ولسمشر له ژمنې سره سره چې ټول به وباسي، موږ اوس پوهیږو چې تر ۱۰۰۰ زیات امریکایان او نږدې ۲۰۰ زره افغان ملګري شاته پاتې دي.»
د افغانانو د تخلیې یوه سازمان ( افغان ایواک) څو ورځې وړاندې له هغو افغانانو چې د امریکا ویزه لرونکی پاسپورټ یا سفري اسناد لري، د عاجل سفر کولو غوښتنه کړې ده. دوي وايي، معلومات یې تر لاسه کړي چې ښايي په راتلونکې اونۍ کې امریکا ته د افغانانو پر سفر بندیز ولګیږي.
اوس مهال زرګونه افغانان چې په امریکایي پروژو او یا امریکایانو سره یې مستقیم کار کړی د ولسمشر ټرمپ له لورې د امریکا د کډوالۍ پروګرام د ځنډولو له امله له نا معلوم برخلیک سره مخ دي.