د تورخم ستونزې حل لپاره جوړه شوې جرګه؛ پاکستاني اړخ د جرګې لپاره ۵۰ کسیزه ډله جوړه کړه

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

د تورخم دروازې د ستونزې حل لپاره د جوړې شوې جرګې پاکستاني اړخ مشر سید جواد حسین کاظمي د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې د جرګې لپاره یې ۵۰ کسیزه ډله جوړه شوې ده.

دغه ۵۰ کسیزه ډله له هغه وروسته جوړېږي، چې همدا تېره ورځ د تورخم دروازې د خلاصون لپاره ټاکل شوې وه، چې د کرښې دواړه غاړو ته د پرتو سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د جرګې دویم پړاو ناسته وشي؛ خو د پاکستان له اړخه په جرګه کې د ګډونوالو د شمېر زیاتېدو له امله یاده ناسته د افغانستان له‌خوا د پرون لپاره لغوه شوه.
د دغې جرګې یو غړي حاجي ګل مراد عرب افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې ویلي و، له وړاندې ټاکل شوې وه چې په نننۍ ناسته کې به د پاکستان له اړخه ۲۶ کسه په جرګه کې برخه واخلي؛ خو نن د دغې لوري له‌خوا له ۶۰ د ډېرو ګډونوالو نوملړ ورکړل شو، چې له امله یې د جرګې ناسته لغوه شوه.

حاجي ګل مراد زیاته کړې وه، مقابل لوري ته یې ویلي چې دوی یوازې له سوداګرو او قومي مشرانو سره خبرو ته چمتو دي او د دولتي او یا هم د شخصي خلکو سره ناسته نه کوي.
خو تازه د پاکستان له اړخه د جرګې مشر ویلي، چې د افغان جرګې اندېښنې لرې کړل شوې دي او هغه کسان چې په جرګه کې یې ګډون ته اړتیا نه وه؛ له دغه نوملړه اېستل شوي دي.
د پاکستاني جرګې وروستی نوملړ افغان جرګې ته سپارل شوی او د مذاکراتو لپاره یې له هغوی د وخت غوښتنه کړې ده.
سید جواد حسین کاظمي په دې تړاو وایي، چې د افغانستان له اړخه د مذاکراتو لپاره هوکړه شوې او اوس د وخت ټاکل هم د هغوی مسوولیت دی.
تمه کېږي، چې په راتلونکو دوو ورځو کې د دواړو خواوو ترمنځ د جرګې دویم پړاو ناسته ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم دروازه نن د ۲۰مې ورځې لپاره هم تړلې ده.
دغه دروازه هغه مهال د پاکستاني لوري له‌خوا د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه، چې طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوسته جوړوله.