امریکا کې یوه سپي خپل مالک په مرمۍ ویشتی

ستاسو لپاره به دا خبره ډېره جالبه نه وي چې سپي سړی خوړلی، یا هم د سپي مالک سپی په ډزو ویشتی، مګر د دې خبر اوریدل به تاسو ته حتماً جالب وي چې په متحده ایالاتو کې یوه سپي خپل مالک په مرمۍ ویشتی دی.

هو، دا پېښه رښتیا هم د امریکا په ټینیسي ایالت کې شوې ده. د جیرډي کرک ووډ په نامه یو کس ځایي پولیسو ته خبر ورکړی چې له خپل سپي او ټوپک سره یوځای پر خپل تخت پروت و، خو کله چې سپی ویښ کیږي په ټوپک ډزې کوي او په دې پېښه کې دغه کس ټپي شو. مرمۍ د جیرډي په چپه پښه لګېدلې ده.

کیسه داسې ده چې د جیرډي سپی اوریو نومیږي او یو کلن دی، اوریو چې کله له تخت څخه پاڅیږي پښه یې په ټوپک کې بندیږي، کله چې د ځان د خلاصیدو هڅه کوي له ټوپک ډز کیږي او مالک یې پر پښه لګیږي.

د پېښې پر مهال د جیرډ کرک ووډ یوه ښځینه ملګرې هم هغه مهال په کور کې موجوده وه، چې د ټوپک له ډزو وروسته له کوره ووتله او ټوپک یې له ځانه سره یووړ.

ټپي شوی کس روغتون ته وړل شوی او د ډاکټرانو په وینا روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.

په امریکا کې د وسلو عامه کارونه او له همدې امله ناڅاپي ډزې معمول دي.

جیرډ کرک ووډ لومړنی کس نه دی چې د سپي له‌‌خوا په ډزو ویشتل شوی بلکې ورته پېښه څو کاله وړاندې هم رامنځته شوې.

په ۲۰۱۸ کې، د ریچارډ رامي په نوم یو سړي راپور ورکړی و، چې د هغه سپي په ناڅاپي توګه په ټوپک ډزې وکړې او هغه یې ټپي کړ.

همدا ډول، په ۲۰۱۹ کې، د میټ برانچ په نوم یو سړي هم ورته تجربه درلوده.