بي اېل اې: که پاکستان د بندیانو تبادلې ته غاړه کېنږدي برمته کسان «بلوڅ ملي محکمې» ته سپارو

د بلوڅ ازادۍ پوځ ویاند ویلي، چې د ۲۴ ساعته په تېریدو سره لا هم د پاکستان حکومت د بندیانو د تبادلې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی. نوموړي ګواښ کړی چې که د ۴۸ ساعتونو په پوره کېدو سره لا هم پاکستان د بندیانو تبادله ونه کړي نو تر ۲۰۰ ډیر یرغمل شوي کسان به د “بلوڅ ملي محکمې” ته وسپاري.

جنید بلوڅ رسنیو ته ویلي، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یې د جعفر ایکسپریس او یرغمل شویو کسانو کنټرول بشپړ په واک کې دی.

نوموړيي ويلي، یرغمل شوي کسان چې شمېر یې له ۲۰۰ څخه ډیر دی، ټول پوځیان، استخباراتي افسران او سرتیري دي.

نوموړي ویلي، چې بشري حقونو او نړیوالو جګړه ییزو قوانینو ته په پام سره یې د پاکستان حکومت ته د یادو یرغمل کسانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی، خو د ۲۴ ساعتونو په تېریدو سره لا هم اسلام اباد د بندیانو د تبادلې په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

جنید خبرداری ورکړی او ویلي دي چې که په راتلونکو ۲۴ساعتونو کې د پاکستان حکومت د بندیانو د تبادلې لپاره عملي ګام وا نخلي یرغمل شوي کسان به « بلوڅ ملي محکمې» ته وسپاري.

همداراز جنید زیاتوي چې د پاکستان حکومت د بندیانو د تبادلې لپاره د ورکړل شوي ضرب الاجل تر پوره کېدو وروسته به په هر ساعت کې پنځه تنو یرغمل شویو کسانو ته د بلوڅ ملي محکمې د پرېکړي له مخې سزا ورکړل شي.

جعغر اکسپریس اورګاډی تېره ورځ له کوټې نه پېښور ته پر لار و، چې د بولان غاښي په دهدار سیمه کې د بلوڅ ازادۍ پوځ کسانو تر برید لاندی راغی.

د پاکستان حکومت تېره ورځ د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په موخه عملیات پیل کړل او وايي، چې تردې مهاله ۱۵۵ مساپر خلاص شوي دي.