سیګار: طالبانو د بهرنیو مرستو په وېش کې لاسوهنه کړې او ځینې یې پر خپلو کسانو وېشلي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په یوه نوي راپور کې ویلي، چې پر مرستهرسوونکو بنسټونو د نږدې څارنې د نشتوالي له امله طالب چارواکو د بهرنیو مرستو د وېش په بهیر کې لاسوهنه کړې او په ځینو مواردو کې یې دا مرستې پر خپلو کسانو وېشلې دي.
سیګار په خپل راپور کې د نړۍوالو بنسټونو هغه اندېښنې چې ګواکې طالبانو د ښځو لپاره د مرستو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی، منلې دي.
د راپور پر بنسټ، طالب چارواکو په ځینو مواردو کې د ښځو پر وړاندې د مرستو د وېش مخه ډب کړې او له موسسو یې غوښتي، چې دغه مرستې د ښځو نارینه خپلوانو ته وسپاري.
د سیګار دغه راپور د مرستو په وېش کې د طالبانو لاسوهنه منلې، خو د ناوړه ګټېاخیستنې کچه یا د مرستو په وېش کې یې د دغې ډلې د لاسوهنې سیمه مشخصه کړې نهده.
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې د راپور له مخې، د طالبانو لاسوهنه تر ډیره حده د دغې ډلې نږدې کسانو ته د مرستو وېش پورې محدوده ده.
همداراز د نوموړې ادارې په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له یوې ادارې څخه غوښتي څو د دغه وزارت د مرستو د څارنې ټیمونو د سفر لګښتونه ورکړي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت هغې ادارې ته چې سیګار یې په خپل راپور کې نوم نه دی ښودلی، ویلي چې له یو شمیر افغان کډوالو سره په خپلو نویو سیمو کې د ژوند پیلېدو لپاره مرسته وکړي.
سیګار لیکلي، که څه هم هغه رسمي بنسټونه چې د امریکا د خیریه مرستو د وېش مسؤلیت لري، لکه د امریکا نړۍواله پراختیايي اداره د مرستو وېش د څارنې او د طالبانو د لاسرسي د مخنیوي لپاره میکانیزمونه او پروتوکولونه لرل؛ خو په ځینو مواردو کې د دغو ادارو عمليکېدل جدي نه دي نیول شوي او د ملګرو ملتونو په څېر له همکارو بنسټونو څخه د مرستو په برخه کې د دغې ډلې د لاسوهنې د څارنې او راپور غوښتنه نهده شوې.
سیګار دغه راز زیاته کړې ده: «اوس د امریکا دولت لپاره دا ستونزمنه ده چې د متحدهایالاتو لهخوا له تمویل شويو مرستو پروژو څخه د طالبانو د ناوړه ګټېاخیستنې کره معلومات ترلاسه کړي چې د دغه هېواد د مالیهورکوونکو د پیسو د خونديتوب لپاره لازم دي.»
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار دا راپور وروسته له هغې خپروې، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د نړۍوالو بنسټونو په مرستو کې د لاسوهنې خبر ورکړی و.
متحدهایالات چې د افغانستان د بشرپاله او پراختیايي مرستو ترټولو لوی تمویلونکی بلل کېږي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه هېواد سره درې مېلیارده ډالر مرسته کړې ده
د یادونې ده چې پر امریکا د ډونالډ ټرمپ له واکمنېدو وروسته نوموړي د بهرنیو مرستو په اړه یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ او دغه فرمان له مخې د متحدهایالاتو لهخوا د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د مرستو د رسونې بهیر ودرېده.