په ګردیز ښار کې وسلهوالو غلو د صرافۍ مارکېټ یو څوکیدار وژلی
ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې بېګاه شپه د پکتیاولایت د ګردیز ښار صرافۍ مارکېټ (خالد مارکیټ) ته ۱۵ تنه وسلهوال غله ورغلي او د یاد مارکېټ څوکیدار یې وژلی دی.
د سرچینو په وینا، دغه غله د طالبانو په جامه کې یاد مارکېټ ته ورغلي او د یاد مارکیټ د څوکیدارانو تر تړلو وروسته یې د صرافۍ هټۍ لوټلې دي.
سرچینې زیاتوي، چې وسلهوالو غلو د تګ پر مهال د دغه مارکیټ څوکیدار صفي الله زندۍ کړی او د هغه ورور یې ټپي کړی دی.
یوې بلې سرچینې بیا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د غلو دغه وسلهواله ډله د شپې پر ۸ بجو خالد صرافۍ مارکېټ ته د وسلهوالو طالبانو په نوم ننوتي؛ د هټۍګانو لوټلو او د صفي الله تر وژلو ورسته له سیمې تښتېدلي دي.
لا تر اوسه په دغه پېښه کې د صرافانو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د پکتیا ځایي طالب چارواکو لا تر دې دمه د یادې پېښې په تړاو څه نهدي ویلي.
په دې ورستیو کې له ډېرو ولایتونو د وسلهوالو غلاوو خبرونه خپرېږي، چې په ځینو کې يې د طالبانو د غړو د لاس لرلو ادعا هم کېږي.