پاکستانی پوځ: د بلوچستان د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی

د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان ایالت کې د جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د برمته‌شویو کسانو د ژغورنې عملیات په بریالي ډول پای ته رسېدلي او زیاتوي، چې په دغه رېل‌ګاډي کې ټول بلوڅ بیلتون‌غوښتونکي وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چوهدري د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) ادعا کړې، چې د برمته‌شویو کسانو د نیول‌کېدو دغه پلان په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو له‌خوا جوړ او هدایت شوی دی.

د هغه په ​​وینا: «بریدګر د تصفیوي عملیاتو پرمهال د سټلایټ ټېلیقون له لارې په افغانستان کې له خپلو پلان‌جوړوونکو او هدایت‌کوونکو سره په اړیکه کې وو.»

د پاکستان پوځ ویاند ویلي، بریدګرو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر مسافر د انساني ډال په توګه کارول او د برمته‌شویو کسانو په منځ کې یې ځانمرګي بریدګر ځای‌پر‌ځای کړي وو، چې دغه کار د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړل.

چوهدري زیاته کړې: «د امنیتي ځواکونو نښه‌ویشتونکو وکولای شول چې ځانمرګي بریدګر ووژني. د عملیاتو په پایله کې ۳۳ وسله‌وال وژل شوي او کوم برمته‌شوي کس ته زیان نه دی رسېدلی. د تصفیوي عملیاتو له پیلېدو مخکې د بلوڅ وسله‌والو له خوا ۲۱ مسافر وژل شوي وو.»

نوموړي د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو د دغه برید په تړاو د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ټینګار کړی، چې ټول وسله‌وال په سیمه کې وژل شوي، خو زیاتوي چې ځانګړي ځواکونه لا هم په سیمه لګیا دي تصفیه او د چاودېدونکو توکو څېړنه کوي.

همداراز هغه ویلي، یو شمېر هغه برمته‌شوي کسان چې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال شاوخوا سیمو ته تښتېدلي، راټولېدنه پلټنه یې روانه ده.

له دې مخکې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو په یوه بیان کې ویلي و، چې د پاکستان پوځ د عملیاتو په غبرګون کې یې ۵۰ پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي دي.

د بلوڅ‌ بېلتون‌ غوښتونکو له‌خوا د ټېلګرام له لارې په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې دوی دغه اقدام د برمته‌شویو کسانو د تبادلې پر سر د خبرواترو له ناکامۍ وروسته کړی دی.