د کډوالۍ نړۍوال سازمان: د تورخم تړل پاتې کېدو د افغانانو د ستنېدو بهیر ورو کړی

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې تړل پاتې کېدو د افغانانو د ستنېدو او اېستو پر بهیر اغېزه کړې ده.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، (د فبرورۍ د ۱۶مې او ۲۸مې نېټې ترمنځ) له پنځو لارو شاوخوا ۶،۱۹۱ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي چې له ډلې یې ۴۹ سلنه د تورخم له لارې ستانه شوي دي.

د دغه ستنو شویو کسانو له ډلې ۵۲ سلنه یې نارینه او ۴۸ سلنه یې ښځې وې.
د دغه سازمان په وینا، افغانستان ته د بېرته ستنو شویو یا اېستل شویو افغانانو شمېر د فبرورۍ د لومړیو ۱۵ ورځو پرتله ۴۷ سلنه کم شوی دی.
له بل پلوه پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو بې اسناده کډوالو او هغو کسانو ته چې اې سي سي کارتونه لري امر کړی چې (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) دې له دغه هېواده ووځي.
په ټولیز ډول د ۲۰۲۳ کال (د سپتمبر له ۱۵مې نېټې) راهیسې ۸۴۲،۴۲۹ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د شمېرو له مخې، یوازې د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې ۳۶،۴۳۸ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په وینا، د پولیسو له‌خوا د افغانانو نیول کېدل هغه لوی لامل دی چې د ستنېدو لړۍ یې چټکه ساتلې.