د تورخم دروازې د خلاصون په تړاو د سوداګرو او قومي مشرانو د جرګې دویم پړاو خبرې لغوه شوې
د تورخم دروازې د خلاصون لپاره ټاکل شوې وه، چې نن د کرښې دواړه غاړو ته د پرتو سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د جرګې دویم پړاو ناسته وشي؛ خو د پاکستان له لوري په جرګه کې د ګډونوالو د شمېر زیاتېدو له امله یاده ناسته د افغانستان لهخوا د نن لپاره لغوه شوې ده.
د دغې جرګې یو غړي حاجي ګل مراد عرب افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې وویل، له وړاندې ټاکل شوې وه چې په نننۍ ناسته کې به د پاکستان له لوري ۲۶ کسه په جرګه کې برخه واخلي؛ خو نن د دغې لوري لهخوا له ۶۰ د ډېرو ګډونوالو نوملړ ورکړل شو، چې له امله یې د جرګې ناسته لغوه شوه.
حاجي ګل مراد زیاتوي، مقابل لوري ته یې ویلي چې دوی یوازې له سوداګرو او قومي مشرانو سره خبرو ته چمتو دي او د دولتي او یا هم د شخصي خلکو سره ناسته نه کوي.
بل خوا د پاکستان لهخوا د یادې جرګې غړي سید جواد حسین کاظمي د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې د افغانستان لهخوا د جرګې ناسته لغوه شوې ده او لامل یې همدا دې چې د ګډونوالو په نوملړ کې زیاتوالی راغلی.
هغه وایي، دوی به د خپلو مشرانو سره پر دې اړه خبرې وکړي او هڅه به وکړي چې یو ځل بیا د دویم پړاو خبرو ته لار هواره کړي.
د دغې جرګې ناسته په داسې حال کې لغوه کېږي، چې تېره ورځ د دواړو لوریو قومي مشرانو او سوداګرو هوکړه کړې وه، چې د هغې سیمې څېړنه به کوي چې طالبان په کې د پوستو جوړول غواړي او پاکستان یې د ملکیت دعوه کوي.
په لومړۍ ناسته کې پر دې هوکړه شوې وه، که د پاکستان د ملکیت په توګه لانجمنه سیمه تثبت شي؛ نو طالبان به رغنیزې چارې ودروي او یاده دروازه به د تګ راتګ پر مخ پرانستل شي.
خو تر دې مهاله د دواړو غاړو تر منځ کومه هوکړه نه ده شوې او دغه لار لا هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.
پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې د طالبانو لهخوا د پوستو او تاسیساتو د جوړولو له امله یې دغه لار تړلې ده.
په ورته وخت کې چې دغه لاره تړل شوې وه، د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ هم په پرله پسې ډول نښته شوې، چې په پایله کې یې د درېیو طالبانو، یوه پاکستاني افسر او موټر چلوونکي په ګډون پنځه تنه وژل شوي او د درېیو پاکستاني پوځیانو په ګډون لس تنه نور بیا ټپیان دي.