شریف د بولان عملیاتو کې خپل امنیتي ځواکونه وستایل او د ترهګرۍ ضد جګړې د دوام اعلان یې وکړ

د پاکستان لومړي وزیر د بولان عملیاتو د بریالي بشپړېدو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو له امله یې د پاکستاني پوځ او امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده. پاکستاني رسنیو د هغه له قوله راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرتېرو او افسرانو په دې عملیاتو کې «مېړانه او زړورتیا» ښودلې ده.

نوموړي دغه راز ویلي: «د بې‌ګناه خلکو د ژوند او مال زیانمنونکي نه له اسلام سره اړیکه لري او نه هم له دې هېواد سره. موږ هوډ لرو چې د بې‌ګناه خلکو برید کوونکي به په هر ډګر کې ماتوو او تر هغه چې په هېواد کې ترهګري له‌منځه نه وي وړل شوی، زموږ جګړه به روانه وي.»

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې شهباز شریف به نن د بلوچستان د خلکو سره د یووالي د څرګندولو لپاره دغه ایالت ته سفر وکړي.

نوموړی به د امنیتي وضعیت د ارزونې غونډې مشري هم وکړي.

له دې وړاندې، د شهباز شریف له لوري په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوي بیان کې راغلي وو، چې پر جعفر اېکسپریس بریدونه د پاکستان د سولې هوډ نه شي کمزوری کولی.

نوموړي ویلي و، چې د عملیاتو پر مهال لسګونه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د بلوچستان له وزیراعلی سرفراز بګټي سره یې اړیکه نیولې او هغه د جعفر اېکسپریس پر ترهګریز برید د وروستیو حالاتو په اړه معلومات ورکړي.

شهباز شریف وویل، چې ټول ملت د دې ناوړه عمل او د بې‌ګناه خلکو د ژوند د ضایع کېدو له امله غمجن او خواشینی دی.

څو ساعته مخکې د پاکستان پوځ وویل، چې په بلوچستان ایالت کې د جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د برمته‌شویو کسانو د ژغورنې عملیات په بریالي ډول پای ته رسېدلي او زیاتوي، چې په دغه رېل‌ګاډي کې ټول بلوڅ بیلتون‌غوښتونکي وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چوهدريویلي، بریدګرو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر مسافر د انساني ډال په توګه کارول او د برمته‌شویو کسانو په منځ کې یې ځانمرګي بریدګر ځای‌پر‌ځای کړي وو، چې دغه کار د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړل.

چوهدري زیاته کړې: «د امنیتي ځواکونو نښه‌ویشتونکو وکولال شول چې ځانمرګي بریدګر ووژني. د عملیاتو په پایله کې ۳۳ وسله‌وال وژل شوي او کوم برمته‌شوي کس ته زیان نه دی رسېدلی. د تصفیوي عملیاتو له پیلېدو مخکې د بلوڅ وسله‌والو له خوا ۲۱ مسافر وژل شوي وو.»