پاکستان کې امنیتي سرچینې: امنیتي ځواکونو ۸۰ برمته شوي کسان بېرته خوشې کړل

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وایي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې ۸۰ برمته شوي کسان د وسله‌والو له منګولو خوشې کړي دي. د امنیتي سرچینو په وینا، په دغه خوشې شویو کسانو کې ۴۳ نارینه، ۲۶ ښځې او ۱۱ ماشومان شامل دي.

تر دې وړاندې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو هم د ټېلګرام له لارې په یوه پیغام کې ادعا کړې وه، چې هغوی ۱۸۲ پاکستاني پوځي او امنیتي ځواکونه یرغمل کړي؛ خو ګڼ شمېر ملکيان یې بېرته خوشې کړي دي.
تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالات کې پر یوه رېل‌ګاډي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌والو (بي‌اې‌اېل) د یوه خونړي برید په ترڅ کې لږترلږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۵۰ نور کسان برمته شوي وو.
اې‌بي‌سي خبري اژانس د سې‌شنبې پر ورځ (د مارچ ۱۱مه) د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړ، چې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو د بلوچستان ایالت په یوې غرنۍ سیمه کې لومړی د پټلۍ یوه برخه په بمونو الوزولې او ورسره جوخت یې د رېل‌ګاډي کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې امنیتي ځواکونه د پاتې برمته شویو کسانو د خوندي خوشې کولو په لټه کې دي.
امنیتي سرچینې زیاتوي، چې وسله‌وال یې کلابند کړي دي او پر وړاندې به یې عملیات تر هغه دوام وکړي چې وروستی وسله‌وال له منځه نه وي تللی.
له بل پلوه د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور دغه پېښه په کلکه غندلې او په دې تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي ګنډاپور ویلي:« د بې ګناه مساپرو په نښه کول او د هغوی ژوند ګواښل، یوه بزدلانه او وحشيانه کړنه ده.»

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم دغه برید په کلکه غندلی و او ویلي یې و، چې مرکزي دولت به «هغو کسانو ته چې بې‌ګناه مساپر وژني» هېڅ ډول امتیاز ور نه‌کړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به د دغه برید د مخنیوي او د برمته شویو کسانو د ژغورنې لپاره هڅې وکړي.