بلوڅ ازادۍ پوځ وايي د اورګاډي ۵۰ نور یرغمل کسان یې وژلي
بلوڅ ازادۍ پوځ اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په غبرګون کې یې ۵۰ پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي دي. یادې ډلې ویلي، چې دا ګام یې د یرغمل شویو کسانو د تبادلې پر سر د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته اخستی.
بلوڅ د ازادۍ پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پاکستاني ځواکونو د درندو وسلو برید یې دفع کړی، خو درې جنګیالي یې له لاسه ورکړي دي.
د پاکستان پوځ وايي، چې ټول جنګیالي یې وژلي او ۱۹۵ برمته کسان یې خوشي کړي دي.
بلوڅ ازادۍ پوځ وژل شوي کسان «دښمن ځواکونه» بللي او ادعا یې کړې ده، چې د بلوڅ ملي محکمې له خوا د جنګي جنایتونو، توکمیزې تصفیې او د بلوچستان د طبیعي زېرمو د استحصال په تورونو محکوم شوي وو.
یادې ډلې ویلي، چې د پاکستاني بېپیلوټه الوتکو د تېرې شپې برید په غبرګون کې یې ۱۰ نور یرغمل شوي کسان هم وژلي وو او په تېرو دوو ورځو کې یې د جګړې پر مهال ۴۰ پاکستاني سرتېري وژلي دي.
بي اېل اې خبرداری ورکړی، چې که پاکستانی پوځ بل برید پیل کړي، نو پاتې شاوخوا ۱۵۰ یرغمل شوي کسان به ټول اعدام کړي.
دې ډلې اسلاماباد ته ۲۰ ساعته ضربالاجل ورکړی چې د بندیانو د تبادلې لپاره عملي ګامونه واخلي او که نه، له ټاکلي وخت وروسته به هر ساعت نور یرغمل کسان اعدام شي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د دې وروستیو پرمختګونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
بلوچستان، چې د پاکستان ستر، خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی، له اوږدې مودې راهیسې د بېلتونپالو د فعالیتونو شاهد دی. دا سیمه بډایه طبیعي زیرمې لري او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) له پرمختګ سره یې ستراتیژیک اهمیت زیات شوی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې یاغي ډلې له بهرني ملاتړه برخمنې دي، خو بلوڅ بېلتونپالو دا تورونه رد کړي دي.