اېرلېنډ: طالبان باید د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو کنوانسیون ته ژمن پاتې شي
د اېرلېنډ د روغتیا وزیرې جینفر کرول مېک نل د افغان ښځو د حقونو فعالانو سره په لیدنه کې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سرغړونه غندلې.
نوموړې پر اېکس پاڼه لیکي، چې طالبان باید د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو کنوانسیون په ګډون د افغانستان نړۍوالو مکلفیتونو او ژمنو ته درناوی وکړي.
له بل پلوه په ملګرو ملتونو کې د اېرلنډ هېواد دایمي استازي فیرګل مېټین پر اېکس خواله رسنۍ د ښځو د حقونو په تړاو تېره ورځ لیکي و، چې هېواد به یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د شاوخوا لسو هېوادونو استازو پرون د طالبانو لهخوا د ښځو ځورول وغندل او ویې ویل، چې دوی د طالبانو دغه سیاستونه په کلکه غندي او پر طالبانو غږ کوي چې په سملاسي توګه د بشري حقونو په اړه خپلې روانې سیستماتیکې سرغړونې، په ځانګړې توګه هغه تبعیضي تګلارې چې د ټولو ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې کوي، ودروي.
دغو هېوادونو د ښځو او نجونو له بشري حقونو د پراخو او بنسټیزو سرغړونو لپاره د طالبانو د مشرانو له نيولو او د دغې ډلې د حساب ورکولو ملاتړ اعلان کړى دى.
طالبانو له درېیو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې له زدهکړو او کار بې برخې کړې او دارنګه له محرم پرته تګ راتګ نشي کولی، په عامه ځایونو کې په لوړ غږ خبرې کول، پارکونو، حمامونو، د وېښتانو او ښکلا سالونونو او تفریحي مرکزونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.