د پاکستان شرط؛ د تورخم پرانیستلو بدل کې به طالبان پر ډیورنډ کرښه د پوستو جوړولو کار دروي
د تورخم د دروازې د خلاصون په اړه د جرګې ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستان د پوځ غوښتنې یې په تورخم کې د طالبانو له کمیسار سره شریکې کړې دي. دوی وايي، طالب چارواکو ورته ویلي چې پر ډیورنډ کرښه د پوستو جوړولو د کار درولو صلاحیت نه لري او دا پرېکړه مرکز کوي.
د تورخم د دروازې د خلاصون لپاره د جوړې شوې جرګې ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د جرګې په لومړۍ ناسته کې د پاکستان اړخ جرګې ددغه هېواد د پوځ غوښتنې روښانه کړې دي.
د پاکستان له لوري ټاکل شوې جرګې ویلي چې پوځ غواړي طالبان دې په تورخم کې هېڅ ډول نوي تاسیسات نه جوړوي او له دې کار څخه دې نور ډډه وکړي.
د پاکستاني اړخ بله غوښتنه دا ده، چې پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو جوړلو روان کار ودریږي او د اختر تر ۱۵ پورې پر یوه اوربند هوکړه وشي نو بیا به د تورخم دروازه د مساپرو او بار وړونکو موټرو پر وړاندې پرانیستل شي.
د جرګې یو ګډونوال وايي، « د پاکستان لوري په جرګه کې ځینې داسې کسان وو چې هغه د استخباراتو مامورین ول خو د افغانستان لوري جرګه کې بیا زیاتره سوداګر او قومي مشران ول خو دوی په جرګه کې هغه څه نشوای ویلای چې باید ویل شوي وای چې پاکستان څه حق لري چې د کرښې دې لور ته هم د تاسیساتو جوړولو مخه ونیسي».
دی زیاتوی چې د پاکستان پوځیانو ترتیب شوې جرګه یوازې د فشار لپاره جوړه کړې ده او غواړي د تورخم دروازې د پرانیستلو بهیر لاپسې جنجالي کړي.
ځینې افغان سوداګرو چې په دې جرګه کې ګډون کړی و، وویل چې طالبانو تر اوسه په مکتوبي او شفاهي ډول جرګې ته څه نه دي ویلي خو احتمال شته چې تر سبا سهاره پورې خپله پرېکړه وړاندې کړي.
افغان سوداګر وايي، د میلیونونو ډالرو په ارزښت له سوداګریز توکو بار موټر یې په تورخم کې بند پاتې دي او دا ځل چې د دوی د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر پای ته ورسېږي له هغه وروسته به بیا د پاکستان له لارې د سوداګریزو توکو راوړلو ته زړه ښه نه کړي.
یو سوداګر وویل، « موږ طالبانو ته وویل چې دا ځل له دوی سره لنډمهاله یوه لاره جوړه کړي څو تورخم دروازه پرانیستل شي. له دې وروسته نور افغان سوداګر خپل سوداګریز توکي د پاکستان له لارې نه راوړي او خپل مسیر ته تغییر ورکوو».
په همدې حال کې د افغانستان له لوري جرګې یوه غړی ګل مراد افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له پاکستاني جرګې سره دویمه ناسته یوه ورځ وځنډېده خو خبرې اترې به دوام ولري.
د پاکستاني جرګې مشر سید جواد حسین کاظمي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په مرکه کې وویل چې له افغان جرګې سره د خبرو دویم پړاو به د تورخم پرکرښه ترسره شي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې افغان جرګه به له ځان سره یو مثبت پیغام راوړي او دا شخړه به له سوله ییزو لارو حل شي.
ددې جرګې یوه بل غړي او د خیبر پښتونخوا سوداګر مجیب شینواري افغانستان انټرنشنل ته وویل:« که افغان ځواکونه متنازع ودانیز کارونه ودروي نو سوداګریزې لارې به بېرته فعالې شي او د اوربند تړون ته به هم غځونه ورکړل شي».
ددوشنبې په ورځ د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د یوې پوستې د جوړولو کار بیا پیل کړی او زیاتوي، چې دا اقدام د پروني اوربند د هوکړې خلاف ترسره کېږي.
دوه ورځې وړاندې په تورخم کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د کرښې دواړو خواوو ولسونو او سوداګرو استازو ترمنځ د جرګې لومړۍ غونډه پای ته ورسېده او د مارچ تر ۱۱مې پر اوربند هوکړه شوې ده.
دغې جرګې پرېکړه کړې، چې پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو د شخړې تر حل پورې به تورخم دروازه تړلې پاتې وي.