بلوڅ ازادۍ پوځ د پاکستان په بلوچستان کې د اورګاډي ۱۸۲ مساپر برمته کړل
په پاکستان کې بلوڅ ازادۍ پوځ ډلې اعلان وکړ، چې د بلوچستان په دهدار بولان سیمه کې یې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي برید کې ۱۱پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي او ۱۸۲مساپر یې پرمته کړي دي. د اورګاډي چارواکو تایید کړه، چې په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو.
بلوچ لبریشن ارمي ویلي چې د اورګاډي ۱۸۲ مساپر پرمته نیول شوي او خبرداری یې ورکړی چې که پوځي عملیات پیل شي دوی به یرغمل شوي کسان ووژني.
ددې ډلې ویاند جنید بلوڅ رسنیو ته وویل، چې په نیول شویو کسانو کې د ای ایس ای، پولیسو او د پاکستان د پوځ سرتېري شامل دي، خو د اورګاډي نورې سپرلۍ یې خوشې کړې.
یادې ډلې ادعا کړې چې دا عملیات د دوی د ځانګړو واحدونو په ګډون د مجید بریګیډ او فتح ګروپ له خوا په ګډه ترسره شوي.
د اورګاډي چارواکو تایید کړې چې په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو او دوی نشي کولی له موټر چلوونکي سره اړیکه ونیسي، چې په ډزو کې ټپي شوی دی.
د جعفر ایکسپریس اورګاډی، چې له کوټې څخه پېښور ته روان و، وروسته له هغه تر برید لاندې راغی چې لسګونو وسله والو کسانو د تونل دننه په یوه غرنۍ سیمه کې پټګن ورته نیولی و.
د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند وویل، د بلوچستان حکومت بېړني اقدامات کړي دي او ټولې ادارې د وضعیت د کنټرول لپاره چمتو دي.
په بلوچستان کې له څو لسیزو راهیسې بلوڅ بېلتون پالې ډلې په سیمه کې د پاکستان پوځ او د چین د ګټو پر ضد پرله پسې بریدونه کوي او د کانونو په بډایه زیرمو کې د ونډې او ازادۍ غوښتنه کوي.
یاد غورځنګ د بلوچستان لپاره خپلواکي غواړي.