ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: پر ښځو د طالبانو بندیزونه په اسلام کې شرعي اساس نه لري

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت "جدي" وباله. هغه وويل، پر ښځو د طالبانو بنديزونه په اسلام کې هېڅ بنسټ نه لري او د افغانستان له کلتوري دودونو سره په ټکر کې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د افغانستان امنیتي وضعیت کړکېچن بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې ګواښ نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره هم د اندېښنې وړ دی.

هغه له طالبانو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان نړیوال مسولیتونه مراعات کړي او له ترهګرۍ سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

سربیره پردې، د ایران استازي ټینګار وکړ چې افغانستان په نړۍ کې له یوه «ناوړه بشري ناورین» سره مخ دی. هغه له طالب چارواکو وغوښتل چې په بشري پروګرامونو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، څو مرستې له خنډ پرته خلکو ته ورسېږي.

دغه ایراني ډیپلوماټ امنیت شورا ته په خپله وینا کې د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د غیر مشروط خوشې کولو غوښتنه هم وکړه.

هغه دا هم وویل، چې قانوني افغان کډوال په ایران کې له "هیڅ بندیز" سره مخ نه دي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د ایران سفارت هره ورځ پنځه زره افغانانو ته ویزې ورکوي.