نوې څېړنه؛ د هند او پاکستان په ګډون پنځه هېوادونه د ککړې هوا لرونکي دي

په سویس کې د هوا د کیفیت څارونکي مرکز راپور ورکړی، چې هند، پاکستان، بنګله‌دېش، کانګو او چاډ د نړۍ د ترټولو ککړې هوا لرونکي هېوادونه دي.

نوموړي مرکز د سې‌شنبه په ورځ (د کب ۲۱مه) د یوه نوي راپور په خپرولو سره ویلي، سره له دې چې ډېری هېوادونه له ککړې هوا سره مخ دي، خو د نړۍ په نهو ککړې هوا لرونکو ښارونو کې د هند شپږ ښارونه له دې ستونزې سره مخ دي.
دغه راپور، چې د نړۍ په ۱۳۸ ښارونو کې د هوا د کیفیت د ارزونې د ۴۰ زره سټېشنونو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، ښیي چې د هند برني‌هات ښار د ۲۰۲۴ کال د نړۍ تر ټولو ککړ ښار دی.
په راپور کې د هغو هېوادونو یادونه هم شوې ده، چې د هوا د ککړتیا اړوند لارښوونې عملي کوي.
د راپور له مخې، د نړۍ یوازې ۱۷ سلنه ښارونه چې په اوو هېوادونو کې موقعیت لري، د روغتیا نړۍوال سازمان د هوا د ککړتیا اړوند لارښوونې عملي کوي.
اسټرالیا، باهاما، باربادوس، استونیا، ګرنادا، ایسلنډ او نیوزلنډ هغه هېوادونه دي، چې د ککړتیا کلني معیارونه په پام کې نیسي.
د روغتیا نړۍوال سازمان او متخصصین وایي، چې ککړه هوا د مغزي سکتې، الزایمر، سرطان او د سږو د ناروغیو په ګډون د بېلابېلو نورو ناروغیو لامل کېږي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، هر کال ۸.۲ مېلیونه خلک د ککړې هوا له امله په نړۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او دا شمیر هر کال په لوړېدو دی.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې (یونېسف) ویلي و، چې سوېلي اسیا کې له شپږ سوو مېلیونو ډېر ماشومان د لوړې کچې ککړې هوا سره مخ دي.
د پوهانو په خبره، د هوا ککړتیا هغه وخت رامنځته کېږي چې ګازونه ( کاربن ډای اکسایډ، کاربن مونو اکسایډ، سلفر ډای اکسایډ، نایټروکس اکسایډ، میتان او کلوروفلو کاربونونه)، عضوي او غیر عضوي ذرې او بیولوژیکي مالیکولونه د ځمکې په اتموسفیر کې ورګډ شي.
پوهان همداراز وایي، چې د هوا ککړتیا د انسانانو سربېره نورو ژونديو موجوداتو ته هم زیانونه اړوي.