د الازهر پوهنتون استاد: لومړۍ مېرمن باید خپل مېړه دویم واده ته وهڅوي او ورسره مرسته وکړي

د مصر د الازهر پوهنتون یو استاد او عالم وایي، د هر سړي حق دی چې له یوه څخه زیات واده وکړي او لومړۍ مېرمن باید خپل خاوند وهڅوي چې دویم واده وکړي او د هغه ملاتړ وکړي.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د الازهر پوهنتون پروفیسور ډاکټر احمد کریمه په یوې ټلویزیوني مرکه کې وویل، چې دویم واده د هر سړي حق دی او دا حق د انصاف په شرط ورکړل شوی دی.

نوموړي همداراز ویلي، لومړۍ مېرمنې ته په کار ده چې خپل مېړه د ګناه څخه د ژغورلو لپاره له یوې څخه د زیاتو ښځو درلودلو او دویم واده کولو ته وهڅوي او په دې اړه ورسره مرسته وکړي.

احمد کریمه په دې اړه وضاحت ورکړی او ویلي یې دي: «له یوې څخه زیات ودونه کول یو مباح عمل دی، نه واجب دی، نه د خوښې وړ عمل دی او نه هم نا خوښ او نه هم حرام دی. شریعت صرف په دې شرط له یوه څخه د زیاتو ودونو اجازه ورکړې چې سړی په ټوله مانا د مېرمنو ترمنځ انصاف وکړي.»

هغه زياته کړه، چې هر کس خپل ځان ښه پیژني چې انصاف کولی شي یا نه. هغه وویل: « زه له يو څخه د زياتو ودونو ملاتړ نه کوم، خو دا بد هم نه ګڼم.»

مګر که د ښځو واقعیت ته راشو هېڅ ښځه په اسانۍ زړه نه ښه کوي، چې مېړه یې دویم، درېیم یا هم څلورم واده وکړي.

د ښځو احساسات، د دوی چاپېریال، ټولنیز دودونه او شخصي تجربې دا ټاکي چې هغوی د مېړه د دویم واده په اړه څه احساس لري.

ځينې ښځې دا د عدالت، مینې، او پاملرنې له نظره نه مني او احساس کوي چې دا کار د دوی حق ته زیان رسوي.

په اسلامي شریعت کې که څه هم یو سړی د انصاف کولو په شرط دویم واده کولی شي، خو دا هم مهمه ده چې د کورني ثبات، د ښځې احساساتو او د کورنۍ د ټولو غړو خوښۍ ته هم پاملرنه وکړي.