په خوست کې د ځايي قبیلې اربکیانو د طالبانو د انجنیرانو وسایل ور مات کړي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت خپلو هغو جنګیالیو ته د ځمکو د وېش پروسه پیل کړې، چې د پخواني جمهوریت پر مهال وزیرستان او ټل ته کډوال شوي وو. دا چاره د یوې ځايي قبیلې له مخالفت سره مخ شوې او د طالبانو د انجنیرانو وسایل یې ور مات کړي دي.

د طالبانو د پلان له مخې، هر هغه طالب جنګیالی چې واده یې کړی وي، د یوې کورنۍ په توګه شمېرل کېږي او پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي. د دغو جنګیالیو هویت د شمالي وزیرستان په میرانشاه او ټل ولسوالۍ کې د طالبانو د پخوانیو مهاجرینو چارو مسوولین تثبیتوي.

په خوست ولایت کې یوه قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په ۲۰۲۰ کال کې د خیبر پښتونخوا په ټل ولسوالۍ کې د ټولو طالب جنګیالیو کورنۍ د نومرو د ترلاسه کولو لپاره ثبت شوې دي.

سربېره پر دې، هغه افغان کډوال چې د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال د جګړې یا نورو دلایلو له امله کډوال شوي، خو د طالبانو په لیکو کې ثبت شوي، هم د ځمکې او نومرې مستحق بلل شوي دي.

د داخیو قبیله مقاومت کوي

دا، چې خوست ښار ته څېرمه ازادې ځمکې د پخواني حکومت پر مهال وېشل شوې، اوس طالبان هڅه کوي د تڼیو ولسوالۍ د ګوخې په صحرا کې، چې د داخیو قبیلې ملکیت دی، یو نوی ښارګوټی جوړ کړي او یادې نومرې خپلو جنګیالیو ته ورکړي.

سرچینه وايي، تېره اونۍ چې د خوست ولایتي ادارې د انجینرانو یو ټيم د ښارګوټي د سروې لپاره سیمې ته واستاوه، د داخیو قبیلې وسله‌والو اربکیانو د هغوی کمرې او نور وسایل ور مات کړل.

د دې پېښې په غبرګون کې طالبانو سیمې ته زیات شمېر جنګیالي واستول، پر ځایي خلکو یې ډزې وکړې او د داخیو قبیلې مشران یې ونیول.

منځګړیتوب او تعقیب

د داخیو مشران وروسته د خوست طبي شورا رییس ډاکټر فقیر محمد زیار په منځګړیتوب خوشي شول، خو د سرچینې په باور، طالبان اوس هغه کسان په نښه کوي، چې خلک یې د دوی پر ضد پارولي وو او د انجینرانو وسایل یې مات کړي وو.

د ګوخې صحرا د خوست د نوي ملکي نړیوال هوایي ډګر په لویدیز کې موقعیت لري، چې دا ځای د اقتصادي او ستراتیژیک ارزښت له امله طالبانو ته مهم دی.

تڼي قبیله د پخواني جمهوریت پر مهال حکومت‌پلوه او د طالبانو ضد ګڼل کېده.

اوس داسې ښکاري، چې طالبان د یادې قبیلې له ځمکو د خپلو جنګیالیو د اسکان لپاره کار اخلي، چې دا مساله د سیمه‌ییزو شخړو لامل شوې ده.