بریتانیا: طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو له کنوانسیونه سرغړونه کوي

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا د دایمي استازي مرستیال جیمز کاریوکي د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو له کنوانسیون څخه سرغړونه کوي.

هغه زیاته کړې، چې لندن د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو څخه د سرغړونې قضیه د عدالت نړۍوالې محکمې ته د لېږلو ملاتړ کوي.

د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې ویلي و، که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي؛ نو دوی به د عدالت نړۍوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

ورسته بیا له دغې طرحې څخه شاوخوا شلو نورو هېوادونو هم خپل ملاتړ اعلان کړ.

جیمز کاریوکي ویلي، کله چې طالبانو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته ښونځي وتړل؛ نو دوی وویل، چې دغه پرېکړه د لنډمهال لپاره ده؛ خو له درېیو کالو هم ډېره موده تېره شوه، چې افغان نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

ښاغلي کاریوکي وویل، بریتانیا د نورو هېوادونو ترڅنګ د زده‌کړو بندیز او ټول هغه بندیزونه په کلکه غندي چې د افغان مېرمنو او نجونو له بنسټیزو حقونو او ازادۍ څخه سرغړونه کوي.

هغه دا هم وویل، که طالبان غواړي له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای شي؛ نو باید د بشري حقونو، سیاسي ګډون او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې خپلو نړۍوالو مسوولیتونو ته غاړه کېږدي.

بریتانیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت «یوناما» د کار ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې دغه ملاتړ ډېر حیاتي ارزښت لري؛ ځکه چې لا هم افغان مېرمنې او نجونې له یو لړ ځپونکو بندیزونو سره مخ دي.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د دوشنبې په ورځ د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا په راپور سره پیل شوه.

په دغه انتقادي راپور کې راغلي و، چې طالبانو په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي او د نړۍوالې ټولنې سره د یو ځای کېدو لپاره اړین ګامونه نه دي پورته کړي او د دغې ډلې په مقابل کې د نړۍ د صبر کاسه مخ پر ډکېدو ده.