له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل؛ دغه لړۍ به مېلیونونو افغان کډوال اغېزمن کړي
د پاکستانۍ ورځپاڼې «پاکستان ډېلي» په راپور کې راغلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي او دغه پرېکړه به مېلیونونه هغه افغان کډوال اغېزمن کړي؛ چې ډېری یې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.
په راپور کې راغلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو اعلان کړی، چې په کې له ناقانونه مېشتو بهرنیانو او د اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو غوښتل شوي چې په خپله خوښه (د مارچ تر ۳۱مې پورې) له پاکستانه ووځي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لهخوا (د مارچ په ۷مه نېټه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیانو اېستل به د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نیټې پیل شي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي ویلي، چې اوسمهال شاوخوا ۸۰۰ زره کډوال په پاکستان کې د اې سي سي کارتونه لري.
د ښاغلي افریدي په وینا، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي افغانان هم مېشت دي چې د پی او ار کارتونه لري چې دوی اجازه لري د روان کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې په پاکستان کې پاتې شي.
حکومتي سرچینو "پاکستان ډیلي" ته ویلي، چې د پي او ار کارت لرونکو کډوالو په اړه پرېکړه ممکن په درېیم پړاو کې وشي.
ولې پاکستان غواړي، چې کډوال وباسي؟
د پاکستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د ناقانونه بهرنیانو اېستل اعلان کړل؛خو هغه مهال دغه پرېکړه یې د پاکستان د امنیتي ستونزو سره اړوند وبلله..
پاکستاني چارواکي وايي، چې افغانان اوس په دغه هېواد کې په بریدونو کې ښکېل دي.
سربېره پردې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف د دوو لویو احتجاجي غونډو وروسته وویل، چې لسګونه افغانان د تحریک انصاف په لاریونونو کې د ګډون له امله نیول شوي دي.
د نومبر په میاشت کې نوموړي اعلان وکړ، چې ټول افغان اوسېدونکي به له اسلام اباد او راولپنډۍ وباسي.
له هغه افغانانو چې د امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ په تمه دي، هم غوښتل شوي چې د مارچ تر ۳۱مې پورې له اسلام اباد او راولپنډۍ ووځي.
دغو پرېکړو دا روښانه کړه، چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسي بدله شوې ده، چې د بدلون چانس یې ډېر کم دی.
په درېیو اونیو کې د ۸۰۰زره افغانانو اېستل
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، که د اې سي سي کارت لرونکي افغانان د مارچ تر ۳۱مې پورې نه له دغه هېواده وه وځي؛ نو د دوی د اېستلو لړۍ به د اپرېل په لومړۍ نیټې پیل شي.
د اې سي سي کارت لرونکو ډېری هغه کډوال دي، چې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.
د دغو کډوالو له اېستنې سره ښایي، د طالبانو پر حکومت فشار زیات شي.
د طالبانو د حکومت دریځ څه دی؟
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د مارچ په شپږمه په کابل کې د پاکستان د شارژدافیر عبید الرحمان نظاماني سره په یوه لیدنه کې له پاکستانه وغوښتل، چې د کډوالو په مسله کې له زغم کار واخلي.
د هغه په وینا، د طالبانو حکومت د بېرته ستنېدو لپاره کډوال هڅوي؛ خو کوربه هېواد باید د کډوالو په جبري توګه اېستلو پرځای له یوې منظمې تګلارې کار واخلي.