ژوند او روغتیا؛ د خرما خوړل انسان ته اړینه انرژي ورکوي او له ځينو وژونکو ناروغیو یې ژغوري
ډېر خلک خرما خوښوي، خو ایا تاسو پوهېږئ چې د خرما خوړل مو بدن کې څه بدلونونه راولي؟ دغه مېوه داسې ګټې لري چې په پوهېدلو به یې حیران شئ. که چېرې هره ورځ درې خرما وخوړل شي، بدن کې څه بدلونونه راځي؟ راځی چې پرې پوه شو.
خرما هډوکي پیاوړې کوي
د امريکا د نارت ډاکوټا ایالت پوهنتون څېړونکي وايي، خرما داسې مواد لري چې د هډوکو روغتیا ښه کوي.
دغو څېړونکو په یوې څېړنه کې موندلې چې په خرما کې فاسفورس، پوتاشیم، کیلشیم او مګنیشیم موجود دي، چې نه یوازې هډوکي پیاوړي کوي بلکې له بېلابېلو ناروغیو څخه هم ساتنه کوي.
د هاضمې سیستم ښه کوي
خرما په زیاته کچه فایبر لري، چې د هاضمې سیستم د روغتیا لپاره ډېر ښه دی.
فایبر د قبض مخنیوي کې مرسته کوي او د کولمو فعالیت ښه کوي.
یوې څېړنې موندلې، هغه کسان چې هره ورځ خرما خوري، د معدې روغتیا یې د هغو په پرتله چې دغه مېوه نه خوري ډېره ښه ده.
فشار او خپګان سره مبارزه کوي
خرما ویټامین بي۶ لري، چې بدن سره مرسته کوی تر څو سیروټونین او نوریپانیفرین په څېر کیمیکلونه تولید کړي.
دغه مادې ذهني روغتیا ښه کوي، طبیعت خوشحاله کوي او فشار سره مبارزه کوي.
همدا راز ویټامین بي۶ کمی په انسان کې د ډېپرېشن خطر زیاتوي.
د بدن انرژي زیاتوي
خرما د فایبر، پوتاشیم، مګنیشیم، وټامنونو او انټي آکسیډنټونو سره بډایه مېوه ده او د همدې لپاره دغه مېوه د بدن انرژۍ لپاره تر ټولو غوره ګڼل کېږي.
د دغې مېوې په خوړلو سره بدن تر ډېره با انرژي وي.
زړه له ناروغیو ساتي
څېړنې موندلې، چې د خرما خوړل د بدن دننه غوړ او اکسیډیټ فشار کموي ، دواړه د زړه ناروغۍ خطر عوامل زیاتوي.
خرما د پوتاشیم ښه سرچینه ده او دا مېوه د وینې فشار کموي، چې له همدې امله د زړه ناروغیو او فلج د خطر کمولو کې هم مرسته کوي.
د موسمي الرژۍ څخه ممکنه ساتنه کوي
یوې څېړنې موندلې، چې په خرما کې موجود انټي اکسیډنټونه د بدن پړسوب کموي، چې دا کار د موسمي الرژیو مخنیوي کې مرسته کولی شي.
د بدن د وزن کمېدل
خرما د بدن وزن کنټرول کې مرسته کولی شي.
په دې مېوه کې موجود فایبر د اوږدې مودې لپاره د مړښت احساس درکوي او همداراز د وینې د ګلوکوز کچه په چټکۍ سره نه لوړوي.
دا مېوه چې له انټي اکسیډنټونو څخه ډکه ده، د بدن زهرجن مواد خارجوي او د هاضمې سیستم ښه کوي، چې له دې امله میټابولیزم تېزوي او د بدن د وزن کمېدو کې مرسته کوي.
د وینې شکر کنټرول
خرما د وینې د شکر کچه کنټرولولو کې مرسته کولی شي.
دا ځکه چې خرما فایبر، انټي اکسیډنټونه او نور مهم غذایي مواد لري، چې د وینې د شکر توازن ساتي.
خو دا مهمه ده چې هره ورځ له درې څخه ډېرې خرما ونه خورئ، ځکه چې زیات خوراک یې روغتیا ته زیان رسولی شي.