د ملي امنیت مخکېنی رییس: سراجالدین حقاني د هبتالله پر خلاف د «کودتا پلان» لرلو
د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د ملي امنیت مخکېني رییس احمدضیا سراج له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکه کې ادعا کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني او یو شمېر نورو طالب چارو د دغې ډلې د مشر ملا هبتالله پر خلاف د «کودتا» پلان لرلو.
نوموړي د سېشنبې پر ورځ (د کب ۲۱مه) په خپلې مرکه کې زیاته کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خپلې وژنې د اندېښنې له امله ځان پټ کړی.
د هغه په خبره، حقاني وېرېږي چې هبتالله یې ونهوژني.
سراج په خپلې مرکه کې ویلي، هبتالله اخوندزاده فکر کوي چې ځینو بهرنیو هېوادونو هم د نوموړي کودتا په پلان کې د حقاني ملاتړ کړی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو مشر د دغه ګواښ د لهمنځه وړلو لپاره له حقاني څخه خپل واک اخیستی او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال صدر ابراهیم ته یې سپارلی دی.
نوموړي همداراز زیاته کړې، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب چې له حقاني سره پر همکارۍ تورن دی، بېصلاحیته شوی او واک یې د طالبانو د مشر نږدې کس قیوم ذاکر ته سپارل سپارل شوی دی.
د مخکېني نظام د ملي امنیت رییس احمدضیا سراج ټینګار کړی، چې د کودتا په تړاو د ګواښونو او اندېښنو له زیاتېدو وروسته، ملا هبتالله په کابل کې ځینې ستراتیژیکې ادارې د هغه وفادارو کسانو ته سپارلې دي.
سراج د هبتالله له خوا پر طالب چارواکو بهرنیو سفرونو بندیز ته په اشارې ادعا کړې، چې دا سفرونه باید یوازې او یوازې د هغه د اجازې او مستقیمې لارښوونې له مخې ترسره شي.
د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د ملي امنیت ريیس وویل: «په کندهار کې د طالبانو مشر دې پایلې ته رسېدلی چې د هغه د مخالفانو کلیدي غړی سراجالدین حقاني دی او د هغه له منځه وړل کولای شي د کودتا دسیسه په بشپړه توګه شنډ کړي.»
د ملي امنیت پخواني مشر دغه راز ادعا کړې، چې سراجالدین حقاني د هبتالله د ګواښ له خبرېدو وروسته، له سعودي عربستان څخه مستقیم خوست او بیا پاکستان ته لاړ او په وینا یې، هغه اوس مهال شمالي وزیرستان او خوست ته تګراتګ کوي.
د ده په وینا، هبتالله د حقاني د کابوکېدو لپاره د طالبانو د کورنیو چارو د مرستیال ورور د خوست ولایت د پولیسو امنیه قومندان هم له دندې ګوښه کړی او زیاتوي، چې حقاني دا اقدام د ځان پر وړاندې یوه دسیسه بللې او خوندي احساس نهکوي.
تر دې وړاندې په کابل کې سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته راپور ورکړی و چې هبتالله اخوندزاده خپل ځانګړي ځواکونه له کندهار څخه کابل ته لېږلي دي. د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، دا ځواکونه د کابل په هوايي ډګر کې دېره دي او په پلازمېنه کې فضا کړکېچنه او امنیتي بڼه خپله کړې ده.
هماغه وخت، د کابل په هوايي ډګر کې سرچینو هم منلې وه چې له کندهار څخه د طالبانو یوه راغلې ځانګړې قطعه په هوايي ډګر کې دېره شوې ده.
د یادونې ده چې د طالب چارواکو ترمنځ ناندرۍ وروسته له هغې پراخې شوې چې د جرمنو نړۍوالې محکمې (هاګ) په ګډون یو شمېر نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو د هبتالله اخوندزاده له ځپونکو فرمانونو وروسته پر نوموړې ډلې فشار ډېر کړی دی.