امریکا د ترکمنستان لپاره د پاکستان سفیر له دغه هېواده شړلی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منلې، چې په ترکمنستان کې د پاکستان سفیر احسن واګان ته د امریکا په لاس انجلس کې دغه هېواد ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې او د لاس انجلس له هوايي ډګره شړل شوی دی.

نن سې شنبه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستانۍ رسنۍ اردو نیوز ته ویلي، چې د پاکستان سفیر په یوه شخصي سفر د امریکا د لاس انجلس هوايي ډګر ته رسېدلی و؛ خو د امریکایي چارواکو له‌خوا دغه هېواد ته د نوموړي د ننوتلو مخه ونیول شوه.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې هغوی به دغه مسله له امریکایي چارواکو سره شریکه کړي؛ ترڅو یې لامل په ډاګه شي او دغه مسله په ډیپلوماټیکه کچه حل کړي.
د ډيپلوماتيکو سرچينو په وينا، د پاکستان د دغه سفير پر وړاندې په امريکا کې د هغه د پخوانۍ دندې پر مهال د اداري فساد شکايتونه وو او د دغه شکايتونو پر بنسټ نوموړی امريکا ته له ننوتلو منع شوی.
په راپور کې راغلي، که څه هم نوموړي د امریکا ویزه او قانوني اسناد لاره؛ خو بیا هم هغه ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.