جیو نیوز: د بنو په وروستي برید کې د وژل شویو بریدکوونکو له ډلې ۲ تنه یې افغان وګړي دي
پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې د ( کب په ۱۶مه) د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په وروستي برید کې د ۱۶ وژل شویو برید کوونکو له ډلې دوه تنه یې افغان وګړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې دغه دواړه وسلهوال د افغانستان د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکي دي چې یو یې د درویزو کلي اړوند دی.
راپور زیاتوي، چې د ۱۴ پاتې وژل شویو بریدګرو د هویت او کورنیو په اړه د معلوماتو راټولول لاهم روان دي.
(د کب په ۱۴مه) د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې لومړی دوه ځانمرګو بریدګرو د بنو پوځي چاوڼۍ کوهاټۍ دروازې ته څېرمه ځانونه والوزول او بیا وروسته نور وسلهوال چاوڼۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې هم تر دې وړاندې ویلي و، چې د بنو په وروستي برید کې افغان وګړي ښکېل وو.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسناد ښیي چې برید په افغانستان کې پلان شوی و او مشري یې هم د افغانستان دننه د «ټيټيپي» مشرانو کړې ده.
دغې ادارې ویلي و، د طالبانو له حکومته تمه لري چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او اجازه ورنهکړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
د دغې برید پړه د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر اړوند فرسان محمد ډلې په غاړه اخیستې وه.
د پاکستان د پوځ د رسنیو مرکز د خبرپاڼې د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې د پنځو سرتېرو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان دي.
د پوځ په خبرپاڼه کې د عاصم منیر له حوالې لیکل شوي و، چې د ټيټيپي په ګډون ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د پاکستان په وړاندې فعالیتونه ترسره کوي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې «په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د بهرنیو وسلو کارول د دې ثبوت دی، چې افغانستان د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی».