د پوهنې بهیر طالباني کول؛ زده کوونکي د طالبانو په ځانګړي یونیفورم کې ټولګیو ته لاړل
د هغو انځورونو له مخې چې افغانستان انټرنشنل له فراه ولایت څخه ترلاسه کړي دي، طالبانو په دغه ولایت کې په نارینه زده کونکو خپل مطلوب یونیفورم عملي کړی دی. داسې ښکاري چې طالبان هڅه کوي د زده کوونکو ظاهري بڼه او باطن د نصاب په بدلولو او یونیفورمونو بدل کړي.
د کب په لومړیو کې د طالبانو د پوهنې وزارت "یونیفورم لایحه" تصویب کړه، چې د ښوونځیو زده کوونکو او ښوونکو لپاره یې له خولۍ یا پګړۍ سره جامې اغوستل لازمي کړل او د جامو د رنګ او اندازې په اړه هم جزییات شامل دي.
هغه انځورونه چې د فراه ولایت له ځینو ښوونځیو افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي، ښیي چې د طالبانو د پوهنې چارواکو خپل مطلوب یونیفورم پر زده کونکو جبري کړی دی.
په دغو انځورونو کې د ښوونځي زده کوونکو، چې ښکاري په لیسه کې دي، سپینې جامې اغوستې او تور او سپین پټکي یې پرسر کړي دي.
د سرچینو په وینا، د فراه ولایت په ښوونځیو کې د نوي یونیفورم کارول جبري شوي او ظاهرا زده کوونکو ته ویل شوي چې که دوی سرغړونه وکړي نو له ښوونځي به وشړل شي.
د دې میاشتې په پیل کې افغانستان انټرنشنل یو لارښود ترلاسه کړ چې پکې ویل شوي وو چې په دولتي ښوونځیو کې له لومړي څخه تر نهم ټولګي پورې زده کوونکي باید شنې جامې او خولۍ پر سر کړي.
په داسې حال کې چې له لسم څخه تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکي باید سپینې جامې واغوندي او پګړۍ پر سر کړي.
ویل شوي هغه زده کوونکي چې له کوم معقول دلیل پرته دا مقررات نه تعقیبوي لومړی به ورته توصیه وشي او که دوی سرغړونه تکرار کړي نو دوی به اړ شي چې د خپلو کورنیو په حضور کې ژمنه وکړي.
طالبانو له ښوونکو دا هم غوښتي چې کمیسونه او پګړۍ یا لږ تر لږه خولۍ پر سر کړي.
په لایحه کې راغلي چې د زده کوونکو او ښوونکو جامې باید ډیرې لنډې، اوږدې او نری نه وي.
ویل کیږي دا لایحه د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له خوا تصویب شوې ده او د طالبانو د پوهنې وزارت د ولایتي پوهنې ریاستونو ته دنده سپارلې چې دا پلي کړي.
په قانون کې د لومړنیو ښوونځیو د ښځینه زده کوونکو او ښځینه ښوونکو لپاره د جامو ډول ذکر شوی نه دی.
په افغانستان کې، د دولتي ښوونځیو د ښځینه زده کوونکو د یونیفورم رنګ تور دی.