د امریکا د کانګرس غړی: زموږ افغان متحدین او د هغوی کورنۍ په خطر کې دي
د امریکا د کانګرس یو غړی جو موریل وایي، د ټرمپ له پرېکړې وروسته د دوی متحدین او د هغوی کورنۍ په خطر کې دي. نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي:« د ټرمپ حکومت پرېکړه وکړه، چې د امریکا د کډوالۍ د پروګرامونو لړۍ ودروي او زموږ متحدین یوازې پرېږدي.»
د هغه په وینا، دغه افغانان او د دوی کورنۍ د طالبانو پر وړاندې په مبارزه کې یې د امریکا سره مرسته کړې او د ځان او کورنۍ خوندیتوب یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغه زیاته کړې:« موږ ژمنه وکړه، چې دوی به له هر ډول ګواښه خوندي ساتو؛ خو په خپلې دغه ژمنې کې پاتې راتلل د منلو وړ نه ده او دا د شرم خبره ده.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینۍ ماڼۍ ته د ننوتو سره سم په یوه فرمان کې د کډوالۍ ځیني پروګرامونه د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول.
د ټرمپ دغې پرېکړې په ګڼو هېوادونو کې امریکا ته د لېږد په تمه افغان پناه غوښتونکي له یو ناروښانه برخلیک سره مخ کړي دي.
د ټرمپ له دغې پرېکړې شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي.
تېره ورځ هم د امریکا د کانګرس غړې دوریس ماتسویي د هغو افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی و، چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار کړی دی.
ماتسویي د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ وغوښتل، د لسګونه زرو هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره دې اقدام وکړي چې د خپلو کورنیو سره یو ځای اوس له جدي ګواښونو سره مخ دي.