کابل کې د پاکستان سفارت له سقوط وروسته افغانانو ته ۹۰۰ زره ویزې صادرې کړې

د پاکستان د ثبت او ملي احصایې یا نادرا سرچینې وايي، په افغانستان کې د پاکستان سفارت هر کال له ۳۰۰ زرو ډېرې طبي، سیاحتي او نورې ویزې صادروي، چې په دې بهیر کې پراخ فساد او غیرقانوني فعالیتونه کیږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان ډېسک د افغان ویزو تر ټولو ډېر عاید ترلاسه کوي.

سرچینې وايي، ګڼ ویزه غوښتونکي په «جعلي طبي» اسنادو د نادرا د پورټال له لارې د ویزې غوښتنلیکونه وړاندې کوي او د سفارت چارواکي د قانون پلي کوونکو ادارو ځواب ته له ۳۰ ورځو انتظار وروسته ویزې ورکوي خو که ویزه زر تر زره ترلاسه کول وي، نو په سفارت کې دننه پاکستاني او افغان کمیشنکاران له۲۰۰ ډالرو څخه تر ۹۰۰ ډالرو رشوت اخلي، چې ویزې له۲۴ څخه تر ۷۲ ساعتونو کې صادرې شي.

د کمیشنکارانو او ویزه اخستونکو د معلوماتو له مخې، د پاکستان د ویزې په بدل کې په تېرو دریو کلونو کې تر ۱۵۰۰ او دوه زره ډالرو پورې هم له خلکو پیسې اخستل شوې دي.

د پاکستان اوصاف ورځپاڼه وايي، د طبي ویزې غوښتونکو ته یوازې د ۲۴ ټاکل شویو پاکستاني روغتونونو یا کلینکونو له خوا طبي پرچې ورکول کېږي، خو د دې لېست اعتبار پخپله تر پوښتنې لاندې دی.

یاده ورځپاڼه ادعا کوي، چې «افغان وګړي له درې څخه تر شپږو میاشتو طبي ویزې اخلي او بیا په پاکستان کې ورکېږي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اونادرا سرچینې تاییدوي چې په تېرو دریو کلونو کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ۹۰۰ زره ویزې صادرې شوي، خو یوازې ۱۵ زره کسانو د ویزې د غځولو لپاره د کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې ده، په داسې حال کې چې پاتې نور د پاکستان په ښارونو کې په غیرقانوني ډول ژوند کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه مکتوب کې، چې د یاد وزارت د یوې برخې د مسوول اغا هاشیر له خوا صادر شوی، د دغه هېواد د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) او نورو ادارو ته لارښوونه شوې چې په هوايي ډګرونو کې طبي ویزې د طبي افسرانو له‌خوا تصدیق شي، خو ورځپاڼه وايي، تر اوسه د تېرو دریو کلونو ویزې نه‌دي ارزول شوې.

د پاکستان د ثبت او ملي احصایې سرچینو یادې ورځپاڼې ته ویلي چې د غیرقانوني افغان وګړو بېرته ستنول ځکه ستونزمن دي چې بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو ته له دې کاروباره مالي ګټه رسېږي. ورځپاڼه وايي، د سافټویر نیمګړتیاوو او د ادارو ترمنځ د معلوماتو د شریکولو نشتوالي دا بهیر نور هم پیچلی کړی دی.

د سرچینې په باور، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ویزې د تمدید موده له درې میاشتو څخه یوې میاشتې ته راکمه کړې، خو په کابل کې د پاکستان سفارت لاهم له درې څخه تر شپږو میاشتو ویزې ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د ویزو ورکولو لپاره ځانګړې شوې برخه «افغان ډیسک» د وزارت تر ټولو ګټوره څانګه ګڼل کېږي او دلته کارکوونکي د سیاسي نفوذ له مخې ګومارل کېږي.

ورځپاڼه وايي، چې که د دې څانګې حساب کتاب وشي، ښايي دا جوته شي چې میلیونونه ویزې د جعلي اسنادو پر بنسټ صادري شوې او اوس دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نه‌موندل کېږي.